لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې د زعفرانو تولید په زیاتیدو دی


د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت سرپرست نصیر احمد دراني نن د دوشنبې په ورځ وویل، په افغانستان کې د زعفرانو تولید په زیاتېدو دی او ددې لپاره د پروسس کولو د مرکزونو سخته اړتیا ده.

درانی وویل، سږ کال د هغې ځمکې اندازه چې زعفران پرې کرل شویدي له ۲۵۰۰ اېکرو څخه ۳۰۰۰ ایکرو ته زیاته شویده چې له دې سره به په تولید کې د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی راشي.

ښاغلي دراني زیاته کړه، نړیواله ټولنه باید په اقتصادي ډګر کې له دوی سره مرسته وکړي چې نړیوال مارکېټ ته لاره ومومي.

نوموړي دغه خبرې د زعفرانو په اړه په پنځم جوړ شوي کانفرانس کې وکړې چې د نارینه بزګرو سربیره پکې ښځينه بزګرو هم ګډون درلود.

په کانفرانس کې له پروان څخه د ګل اندامې په نامه یوې بزګرې وویل، سږ کال یې په یو جریب (کابو نیم اېکر) ځمکه باندې زعفران کرلي او زیاته یې کړه چې یو شمېر نورې ښځې هم ورسره د زعفرانو په کرکیله کې کار کوي.

بزګرانو ویل، دوی د زعفرانو له کرکیلې سره خوشحاله دي خو له دولت څخه یې د خپلو تولیداتو لپاره د مارکېټ په موندلو کې د مرستې غوښتنه کوله.

په دغه کانفرانس کې د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ د وزارت چارواکو پدغه کانفرانس کې د نړیوالو ادارو له استازو او پدې برخه کې د بهرنیو ماهرینو څخه وغوښتل چې له افغان بزګرانو سره دې د زعفرانو د کرکیلې، پروسس او ورته د مارکیټ موندلو په برخه کې مرسته وکړي.

په غونډه کې په جمو او کشمیر کې د کشمیر پوهنتون د کرنې، ساینس او ټکنالوژۍ د څانګې مرستیال نذیر احمد وویل، چې هند به د زعفرانو په برخه کې د څیړنو او کرنیزې ټکنالوژۍ په برخه کې مرسته وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خان جان الکوزي وویل، د ۱۲ میلیونو ډالرو په ارزښت د هېواد د زعفرانو سوداګري دامهال له یوشمېر ستونزو سره هم مخ ده.

ده وړاندې وویل، چې تیر کال درې نیم ټنه زعفران د یوشمېر ستونزو له امله بهر ته صادر نه شول.

د افغانستان د کرنې وزارت تیر کال د زعفرانو د ملي سټراتېژۍ په برخه کې ویلي وه چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به په هېواد کې د زعفرانو کرکیله په ۴۰۰۰ اېکرو ځمکې باندې وشي او تولید به یې ۱۴ ټنو ته ورسیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG