لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې هره ورځ نهه ماشومان د جنسي زیاتۍ ښکار کیږي: رپوټ


پاکستان کې د ماشومانو د حقونو او د دوي پرضد د جنسي پېښو په اړه کارکونکې یوې غیردولتي ادارې (ساحل) د تازه رپوټ تر مخه په دغه هیواد کې هره ورځ نهه ماشومان د جنسي زیاتو د پېښو سره مخ کیږي.

د ادارې د کال ۲۰۱۷م کلیز رپوټ ترمخه په ګرد پاکستان کې د ماشومانو سره د جنسي زیاتۍ ۳۴۴۵ پېښې ریکارډ شوي دي. دغه شمېره په کال ۲۰۱۶م کې د څلور زرو نه سېوا وه.

تازه رپوټ وايي تیرکال په ګرد پاکستان کې ۱۰۹ ماشومان د جنسي زیاتې وروسته وژل شوي هم دي. د یو کال په دغه موده کې د ماشومانو د جنسي زورنې ۱۷۴۶ پېښې او د دوي د تښتولو ۱۲۲۹پېښې رپورټ شوي. د ساحل د رپوټ تر مخه په کال ۲۰۱۷م کې په ګرد پاکستان کې ۸۱ جېنکې تښتول شوي دي.

یادې ادارې دغه رپوټ په هیواد کې په اخبارونو او مطبوعاتو کې راغلې پېښو په اساس تیار کړی.

د غیر دولتي ادارې ساحل مشره منزه بانو په پاکستان کې د ماشومانو سره کیدونکي جنسي پېښو په زیاتوالي وي او ای ډیوه ته ویلي، دغه شان پېښې په ګرده نړۍ کې ترسره کیږي خو د نورو هیوادونو په پرتله پاکستان کې د داسې پېښو د مخ نیوي لپاره مناسب او موثره ګامونه نه پورته کیږي.

مېرمن منزه بانو وايي: ٫٫ پاکستان کې د دغه شان پېښو د مخنیوي لپاره قانون شته خو د بده مرغه دغه قانون عملي کیږي نه. په قانون کې موجودې خامۍ او بیا په عدالتي نظام کې سستي. نه د جنسي زیاتیو د پېښو قضې او نه فېصلې زر کیږي او نه د متاثره ماشومانو د مرستو لپاره پوره سهولتونه موجود دي.٬٬

میرمن بانو وايي که عدالتي فیصلې زر وشي او مخالفه ډلې مصالحت ته پرې نه ښودل شي او د متاثره ماشومانو او کورنیو د ذهني او اعصابي مرستو لپاره مرکزونه جوړ شي نو دغه شان پېښو مخ نیوي کې به کامیابي ترلاسه شي.

په خېبر پښتونخوا کې د ماشومانو دحقونو لپاره کارکونکی او مبارز عمران ټکر د ساحل ادارې په دې تازه رپوټ وي او ای ډیوه ته وايي، پاکستان کې قانون شته خو په دغې کې موجودې پېچېدګۍ یوه لویه ستونزه ده.

ښاغلی عمران ټکر وايي په پاکستان کې تر دې دمه مرکزي او صوبايي حکومتونو د ماشومانو د خوندي ساتلو لپاره هیڅ عملي ګامونه ده دي پورته کړي. نوموړی وايي: ٫٫ حکومت له د ماشومانو د تحفظ لپاره یو نظام یا چاېلډ پروټېکشن سسټم جوړول پکار دي. داسې سنټر چرته چې د قانون لاندې عام اولس، د ماشومانو مېندې او پلرونه، د کلي مشران، اساذان او د جومات ملایان يوځاې کړي او په دغه مسله يې پوهه کړي.٬٬

د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت د ماشومانو د خوندې توب محکمې یا چاېلډ پروټېکشن یونټ ناېب داېریکټر اعجاز محمد خان بیا دعوه کوي چې موجوده صوبايي حکومت په خېبر پښتونخوا کې په دغه لړ کې ګټه ور ګامونه پورته کړي.

ښاغلی اعجاز محمد خان وايي: ٫٫ د صوبې په ۱۲ ضلعو کې دا مهال د ماشومانو د خوندي توب پروګرامونه کار کوي. دغه اداره په کلي واله سطح د خلکو، مور او پلار او ټولنه، د ماشومانو په خوندي توب پوهولو او په دغه لړ کې شوو قانون سازیو خبروي.٬٬

اعجاز محمد وايي تیر کال په خېبر پښتونخوا کې د ماشومانو پرضد د تشدد ۲۲۰ پېښې رپوټ شوي وې او په دغو کې ۱۹۴ پېښو قضیو فیصلې هم شوي دي.

په پاکستان کې په میډیا او ټولنیزو رسنیو د ماشومانو سره د جنسي پېښو راتللو ته د غیر دولتي ادارې ساحل مشره منزه بانو خوشحاله ښکاري خو د پېښور یو ځایي خبریال اسلام ګل اپریدی بیا درېځ لري د جنسي زیاتۍ پېښې د یو خبر تر حده محدوده دي. ښاغلی اسلام ګل وایي د خبر وروسته ډیر کم داسې کیږي چې مطبوعات بیا د پېښو د پلټنو او نتېجو پورې دغه خبر ژوندې وساتي.

د ساحل د کال ۲۰۱۷م د رپوټ تر مخه تیر کال د پاکستان پنجاب صوبه کې د ماشومانو سره جنسي زیاتۍ تر ټولو زیاتۍ پېښې ریکارډ شوي دي. په پنجاب صوبه کې دغه شمیره ۲۱۶۸، په سند کې ۹۳۳، بلوچستان کې ۱۳۹، خېبر پښتونخوا کې ۷۸ او سرښار اسلام اباد کې بیا د رپوټ شوو کېسونو شمیره ۱۱۲ ده.

XS
SM
MD
LG