لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د ماشومانو تښتول، تشدد او د جنسي تیرو پېښې ۳۲ فیصده سېوا شوي: راپور


د ماشومانو د حقوقو لپاره کارکونکي غیر دولتي ادارې ٫٫ ساحل٬٬ د تازه راپور ترمخه په پاکستان کې د ماشومانو د اغوا (تښتولو)، تشدد او د جنسي تيري پيښو کې ۳۲ فيصده زياتوالی راغلی.

د یادې ادارې د کال ۲۰۱۸م د لومړو شپږو میاشتو د راپور تر مخه په دغه موده کې په ګرد پاکستان کې ۲۳۰۰ پېښې (کيسونه) رپورټ شوي. د ادارې تر مخه په کال ۲۰۱۷م کې هم په دغه موده کې د رپورټ شوي کیسونو شمیره ۱۷۴۲ وه.

د ساحل ادارې پروګرام منېجر ممتاز ګوهر وي او ای ډيوه ته ويلي د روان کال جنورۍ میاشت نه د جون میاشت پورې ۳۶۰ ماشومانو سره د جنسي تيري، ۵۴۲ ماشومان تښتول شوي او د کم عمرۍ د ودونو ۵۳ پېښې رپورټ شوي.

ممتاز ګوهر زیاتوي: ٫٫ د کم عمره هلکانو سره د جنسي تیري ۵۴۲ پېښې او د ۹۲ هلکانو سره د اجتماعي زیاتۍ کیسونه ریکارډ شوي دي.٬٬

د ساحل د رپورټ تر مخه د جنسي تیرو زیاتې پېښې په کلیوالو سيمو کې ترسره شوي او تر ټولو زیاتې پېښې بیا د پاکستان په پنجاب ایالت ورپسې سند او خېبرپښتونخوا کې رامخې ته شوي.

د ممتاز ګوهر تر مخه په پاکستان کې د ماشومانو سره د زیاتیدونکي جنسي تیرو او تشدد مخه نیولو لپاره پکار ده په عامو خلکو کې پوهه سېوا شي او قانون نور سخت کړی شي چې په دغه ناوړه پېښو کې ککړ کسان د سزا نه بچ پاتې نه شي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG