لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سيف اؤ کرينه د ژوند نوى سفر پيل کړو


نن په رسمي ډول د وادۀ سهرې په غاړه کړي دي اؤ د دواړو کورنو د مشرانو په موجودگۍ کې دغه وادۀ د ممبئ په باندره سيمه کې د کرينه کپور په کور کې رجسټرډ شوى دى
نن په رسمي ډول د وادۀ سهرې په غاړه کړي دي اؤ د دواړو کورنو د مشرانو په موجودگۍ کې دغه وادۀ د ممبئ په باندره سيمه کې د کرينه کپور په کور کې رجسټرډ شوى دى
دهند فلم انډسټرۍ سره تړلو هنرمندانو سره پخپل وطن کې د خلکو مينه خو اوس د چا د فهم اؤ نظر نه پناه خبره نۀ ده خو په نزدې وختونو کې د هندي فلمونو ستورو د گاونډي ايشيايي هيوادونو سره سره په خليجي اؤ اروپايي هيوادونو کې هم د فلم کتونکو په زړونو کې داسې ځايې جوړکړى دى چې ميډيا هڅه کوي د هندي فلمونو دمشهورو ايکټرانو د ژوند سره د تړلو مهمو اؤ غيراهمو واقعاتو په بيړه نړۍ ته د رسؤلو سره سبقت يوسي.
په دغه لړکې کۀ کله د هندي فلمونو د ايکټرانو اسکينډلونه مخې ته راځي نو کله د هغوئ دشخصي ژوند قيصې په غټوغټو ټکو خپرولى شي.
خو دتيرې څه مودې راهسې چې د هند فلم انډسټرۍ دننه کوم لويې خبر خبريالانو پيداکړى ؤ اؤ دهغې خپرولو ته يې په بيتابۍ سره پينځۀ انتظار کولو هغه د سيف علي خان اؤ کرينه کپور د وادۀ خبر ؤ اؤ نن دغه خبر په ټوله نړۍ کې خپور شو چې د هندي فلمونو دوؤ لويو ستور سيف علي خان اؤ کرينه کپور اخر هم د وادۀ په کولو سره د ژوند نوى سفر پيل کړو.
د بالي وډ دغو لويو ستورو د نهې په ورځ په رسمي ډول د وادۀ سهرې په غاړه کړي دي اؤ د دواړو کورنو د مشرانو په موجودگۍ کې دغه وادۀ د ممبئ په باندره سيمه کې د کرينه کپور په کور کې رجسټرډ شوى دى.
د وادۀ د دستورې په موقعه د کرينه کپور مور ببيتا اؤ پلار رندهير اؤ د سيف علي خان مور شرميلا ټيگور په نکاح نامه لاسليکونه کړي دي .
ټاکل شوې ده چې د وادۀ خوړه به هم د نهې په ماسختوتن په تاج هوټل کې ورکولى شي.
دوه څلويښت کلن سيف علي خان لۀ دې وړاندې هم د هندي فلمونو مشهورې ايکټرې امرتا سنگهـ سره وادۀ کړى ؤ خو د څو کلونو تيريدو وروستو د امرتا اؤ سيف ترمنيځ د رفاقت مزې وشليدل اؤ پينځۀ کاله وړاندې سيف علي خان د کرينه کپور سره د يارانې مزي وغځول چې اخر هم دغه يارانه په کور ودانۍ بدله شوه

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG