لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ : د سلیم راز ۷۵م کليزې په لړ کې ادبي غونډه


د سلیم راز په څېر خلک په پښتنو کې ډېر کم دي او باید په ژوندوني د داسې خلکو قدر وشي او وستائیل شي
د سلیم راز په څېر خلک په پښتنو کې ډېر کم دي او باید په ژوندوني د داسې خلکو قدر وشي او وستائیل شي
د پښتو ژبې ستر شاعر ، اديب ، کره کتونکی او نظرياتي سياسي مبارز سليم راز هغه شخصيت دی ، چې د زده کړې په وخت يې قلم راپورته کړی ، نو تراوسه يې لا اېښودی نه دی ، لگيا دی نه ستړی کيږي د پښتو ژبې او پښتون قام خدمت پرې کوي ، هغه که د ادب په ميدان کې دی او يا بيا د صحافت ، او که نظرياتي سياسي مبارزې ته يې پام وشي نو په دغې ميدان کې هم کله نه دی په شا شوی .
ښاغلی سليم راز په کال ۱۹۳۹م کې د مارچ د مياشتې په ۲۹م نيټه د خېبر بښتونخوا صوبې په چارسده ضلع کې د ملک امان خان کره زېږېدلی دی . نوموړي ته د پاکستان حکومت د هغه د ادبي خدماتو په لړ کې د حسن کارکردگۍ صدارتي ايوارډ ورکړی ، او د نورو مطبوعاتي ادارو او ثقاقتي تنظيمونو لخوا په يو شمېر ايوارډونو نمانځلی شوی دی .
د ښاغلي راز په ادبي ژوند که نظر واچولی شي ، نو ٫٫ د زخمونو پسرلی ٬٬ او ٫٫ زه لمحه لمحه قتلېږم ٬٬ يې دوه شعري مجموعې چاپ دي او د کره کتنې په حواله يې د ٫٫ تنقيدي کرښې ٬٬ په نوم چاپ کتاب يې د کال غوره کتاب گرځول شوی دی . پښتو ادب کې د ياد شخصيت سليم راز يو شمېر نور مواد هم چاپ ته تيار دي . او د اکادمي ادبيات لخوا ورته د خوشحال خان خټک اېوارډ ورکړی شوی دی .
ښاغلي راز پښتو ادب ته هر ځايې اوږه ورکړې ، او په دغه لړ کې يې د پاکستان ، افغانستان او سعودي عرب نه علاوه د يو شمېر نورو هېوادونو سفرونه هم کړي دي . په نوموړي پروفېسر حنيف حليل ٫٫ د سليم راز فکر ، فن او شخصيت ٬٬ په نوم کتاب او د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانگې طالب علم رضوان الحق پرې د سليم راز پرسنالټي پروفائيل څيړنه مکمله کړې ده .
د پښتو ادب په خدماتو کې په کال ۱۹۸۷م او بيا په کال ۲۰۰۰م کې د پښتو د کاميابو نړيوالو کانفرنسونو کولو تاج هم سليم راز ته په سر دی .
گن اړخيزه شخصيت سليم راز د ترقي پسند فکرخاوند ، د انجمن ترقي پسند مصنفين پاکستان جنرل سيکتر او د اکادمي ادبيات پاکستان تر ژواندانه غړی دی .
نوموړي په نظرياتي سياسي ميدان کې د اولس د جمهوري حقونو ، قامي مسلو ، خپلې خاورې د ازادۍ او خپلواکۍ په تناظر کې د طبقاتي ، معاشرتي فرق ختمولو سره ، د خپل قلمي جهاد د لارې تل د زپلې طبقې دپاره اواز پورته کړی ، او د خپل پښتون قام وگړو غږ پورته کولو ته يې لمړيتوب ورکړی دی او خپله وايي انتهاپسندانه او متعصبانه قام پرستي نه خوښوم .
٫٫ چې سفر مې تل د مينې سفارت دی
زه د هاغه قافلې نمائنده يم
سرحدونه مې نظر کې نه ځائيږي
د نړۍ د هر وطن زه باشنده يم ٬٬
نوموړي په طالب علمۍ کې ، چې د ډيره اسماعيل خان په کالج کې د ديارلسم جمات سټوډنټ ؤ ، د صحافت په مېدان کې د خپل کالج د مجلې (گومل ميگزين ) د لارې قدم اېښودی . او بيا يې دغه دندنه د پوځي امرانو په هغو دورونو کې مخ په وړاندې بوتلې ، او په هغو مسلو يې قلم راپورته کړی ، د کومو څخه چې به خلکو ډډه کوله .
ښاغلی د پښتو او اردو ژبې د گڼو رسالو او ورځپاڼو چې پکې ورځپاڼه وحدت ، عدل ، شهباز حقيقت ، معيار ، ښکلا ، ليکوال ، اېکسپريس ، مشرق ، اج ، ائين او نورې شاملي دي ، سټاف رپورټر ، نيوز ايډيټر ، مدير او کالم نگار پاتې شوی دی .
نوموړی چې وس يې عمر ۷۵ کلونو ته ورسېدو ، او پورته د ذکر شوؤ خدماتو په لړ کې روان کال د ډائمنډ جوبلي په نوم پاکستان او افغانستان کې نماځل کيږي ، په دغې لړ کې کراچۍ ښار کې هم د جرس دبي جرگي لخوا د ښاغلي سليم راز د ۷۵م کليزې په مناسبت د اتوار په ورځ يوه ادبي غونډه شوې ده . چې پکې د کراچۍ ښار د پښتو ژبې د ادبي ټولنو د شاعرانو سره سياسي او سماجي غړو او د طالب علمانو په گډون په لويه شمېره کې خلکو گډون کړی دی .
په غونډه کې د ښاغلي راز په فن ، شخصيت ، صحافت او سياسي مبارزه مقالې او نظمونه واورول شو، او د هغه په پينځه اویا کلن عمر کې د پښتو ژبې د ودې،ادب، سیاست او صحافت په برخه کې د سلیم راز کار او زیار وستایل شو .
غونډې ته په وینا کې د جرس ادبي جرګې مشر ، افسانه او ناول لیکونکي طاهر اپريدي ووئیل ، د سلیم راز په څېر خلک په پښتنو کې ډېر کم دي او باید په ژوندوني د داسې خلکو قدر وشي او وستائیل شي .
د یادې غونډې یو بل منتظم ماښام خټک وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ، د پښتنو د لر او بر وطن په څېر د کراچۍ لیکوالان هم د سلیم راز کلیزه نمانځل خپل ویاړ ګڼي .
د سليم راز د ۷۵م کليزې غونډې په لر او بر او ټولو پښتنو سيمو کې نمانځل کيږي ، د جرس ادبي جرگې لخوا راجوړه دغه غونډه هم د هغې يوه سلسلې کړۍ وه . او تر ټولو ښه روايت دا دی چې مونږ خپل ژوندي مشران وستايو ٬٬ .
د غونډې مشر مېلمه سليم راز ووئيل چې دا زما دپاره د وياړ خبره ده ، چې د جرس ادبي جرگې لخوا زما په درناوي کې دغه غونډه راجوړه شوه ، د کراچۍ زیاتره شاعران او لیکوالان خواري کښ دي خو بیا هم دوي راټول شول او دده په ویاړ جوړې شوې غونډې ته يې ښکلا وبخښله .
زه په دې خوشحاله يم چې په کراچۍ کې هغه خلک چې دلته خوارو مزدورو له راغلي دي ، په هغو کې دومره احساس او شعور شتی او دومره خپل ځان پيژنې هغويي په دې پوهه دي چې دا دور د علم ، کتاب او قلم دور دی ، او هغوي قلم راخيستی دی ، څوک د شعر څوک د نثر او څوک په نورو حوالو د قلم استعمال کوي ٬٬ .
د غونډې په اخرنۍ برخه کې مشاعره وشوه چې پکې زیاتره شاعرانو پښتنو ته په اوس وخت کې ورپېښه کشاله او حالات انځور کړي وو .
کندهاره تراټکه پښتانه خوشال خټکه !
مرگ هېر کړي ترې هرڅه د ژوندانه خوشاله خټکه !
د اندوه په درياب ډوب دي څه به سر څوک راښکاره کړي
اوړيدلي د سرونو يې اوبه خوشحال خټکه !
د کابل میوې لا اوس هم خوارکه ده د طوطیانو
لا اوس هم پنجه ور دی تور کارغه خوشال خټکه !
پیښور و، که کابل و، دواړه ستا د زړه کورونه
ستا ټاټوبی د ګرمۍ او د ساړه خوشال خټکه !
(ماښام خټک)
سپرلی راټول په یو نقطه که شي هم
یوې مسکا سره ستا سم خو نه دی
چې د چا مدحې قصېدې به لیکي
زما قلم داسې قلم خو نه دی
کله سوکړه کله باران په شېبو
رازه د هیجر یو موسم خو نه دی
(سلیم راز)
  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG