لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ثمرخان د نگو غرونو ته سایکل په کلتوري خنډانو کې خیژولی دی


پښتنې پېغلې د همت په پوړو د هسکو غرونو تر څوکو رسیدلی شي او خپل ارمانونه پوره کولی شي خو وړومبی قدم به د توپیري کلتور په خنډانو ږدي.

د امرېکې د کانگریس د وداني په باغ کې زما سره څنگ ته په سایکل سواره ثمرخان ته چې ما په غور کتل نو یوه نر ۍ نروچکې، عامه، ساده باده پښتنه پیغله لیدل کیدله خو د پښتونخوا د غریزه سېمې کوز دیر نه تر واشنگټنه د سفر کیسه چې یې کوله نو یوه باهمته، کلکه، چټکه اتله پښتنه معلومیدله.

ثمرخان ​ راته وویل چې په وړوکوالي کې یې د سایکل د لوبې خواهش وکړو نو مور ته ورله خلقو مشورې ورکولې چې دا جينۍ به خرابه شي،

"لوی سوشل پریشر (سخت ټولنیز فشار) وو راباندې"

د خپلوانو په زړونو کې ویره وه چې خلق به څه وايي— واده به یې نه کیږي، خلقو به یې مورته ویل قلاره یې که،

"د سایکل چل ورته مه ورښایه، خپلوانو به ویل بیا به یې څوک نه غواړي، سبق به ترې پاتې شي"

ثمرخان ​د کلچر ایکسچینج یعني دیو بل د کلتور د پیژندنې د پروگرام لاندې د امرېکې د سرښار واشنگټنه علاوه د یو شمیر ښارونو سفر کوي. ثمر به په امریکه کې تر څلویښو ورځو پورې د کلتور د پوهنې نه پرته د سایکل د لوبو د یو استاد نه په غرونو کې د سایکل د ټوپونو هنر هم زده کوي.

ثمرخان تر اوسه پورې یو شمېر لوړو غرونو ته په سایکل ورختلې ده چې یو پکې د افرېقې د چت په نوم مشهور غر کيلي مانجارو هم دی، هغه وړومبۍ پښتنه پاکستانۍ پیغله ده چې په قراقرم کې یې په گلیشیر کې سایکل گرځولی دی، ددې نه علاوه ثمر د چین پاکستان د دنگې پولې سر خنجراب ته هم په سایکل ختلې ده.

ثمر وايي که په پاکستان کې د جینکو لوبو ته په حکومتي کچه پام وکړی شو نو لرې نه ده چې پېغلې به هم په نړیوالو سیالو کې سترې جایزې وگټي.

هغې وویل پوهیږي چې په وطن کې یې د جینکو په لوبو کې گډون خلق نه خوښوي او سخت چیلنجونه دي ورته خو غواړي چې خپل وطن ته نوم پیدا کړي او د هغه جینکو سره ودریږي څوک چې د سایکل چل زده کول غواړي.

د پیغورونو او تورونو د کړنگونو نه راتېروتې ثمر خان وس د سایکل یوه نړیواله لوبغاړې ده، هغه تمه کوي چې په امریکه کې د لوبو د پرمختگ لپاره ادارې به ورسره نشریاتي معاهدې هم وکړي، د هغې په خیال که د نړیوالو کمپنیو سره یې معاهده وشوه نو په پاکستان کې به د جینکو د سایکل په لوبه کې ډېره بدلون راولي.

زما سره د مرکې ورستو چې ثمر خپل هوټل ته ستنیدله نو ما ورته ست وکړو چې زه دې رسومه خو هغې راته په ځواب کې ووې، "نه— نه، زه یواځې تلی شم، دلته خوجینکئ تل یواځې او ډېرې محفوظه گرځي، دلته انسانان د یو بل ډیر قدر کوي.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG