لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

۸مارچ د ښځو ورځ: د ساېکل ځغلونکې ثمر خان مرکه واورئ


Samar Khan
Samar Khan

پښتنه سایکل ځغلونکې ثمرخان د نړی هغه لومړی پېغله ده چې په کال ٢٠١٦م کې يې د گلگت بلتستان په قراقرم غر په بیافو گلیشیر یا د واورې په غر سایکل ځغلولی. دغه ګلیشیر د سطح سمندر نه ۴٥٠٠ مېټره وچتوالی لري.

ثمر خان د پاکستان سرښار اسلام اباد نه تر د چین پاکستان سرحدي پولې خنجراب پورې هم په ساېکل سفر کړی کوم چې یو قامی ریکارډ دی.

د خېبر پښتونخوا دیر ضلعې ثمر خان د ساېکل ځغل تر څنګ په فزکس کې د ماسټري هم ترلاسه کړی او وايي اراده يې لرله چې ساینس پوهه جوړه شي. خو بیا د لوبو میدان ته راوته او هم دغه یې د خپل ژوند مقصد جوړ کړو.

Samar Khan
Samar Khan

د جېنکو لپاره د لوبو کمو سهولتونو ته په اشاره کې ثمر خان وايي پاکستان کې د جینکو لپاره د لوبو هغه شان اسانتیاوې نشته. نه خو یې د ساېکل چلولو څه باقاعده تربېه ترلاسه کړې او نه ورسره چا مرسته کړې. په خپل سر يې په خپلو پېسو د ساېکل ځغل په لوبو کې برخه اخسته. خو چې نوم ېې جوړ شو نو بیا ورته د ادارو لخوا فنډونه ترلاسه کیدل پېل شول.

د ښځو نړیوالې ورځ په مناسبت په خپل پیغام کې ثمر خان وایي پښتنو جینکو ته پکار ده چې تعلیم ترلاسه کړي په خاصه توگه د ساینس او ټیکنالوجی په میدان کې وړاندې راشي. ځکه پښتانه په دې مېدان کې ډیر شاته پاتې دي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:52 0:00

XS
SM
MD
LG