لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مولانا سميع الحق مړی خالي په ورځ په اکوړي کې خاورو ته سپارل کېږي


د هغه ځوی مولانا حامدالحق ويلي، پلار يې تېره ورځ د پېنډۍ ښار په بحريه ټاون کې هغه وخت نا معلومو کسانو په چړو وژلی وو چې د هغه ساتونکی د لږ وخت لپاره د کور نه بهر وتلی وو
د هغه ځوی مولانا حامدالحق ويلي، پلار يې تېره ورځ د پېنډۍ ښار په بحريه ټاون کې هغه وخت نا معلومو کسانو په چړو وژلی وو چې د هغه ساتونکی د لږ وخت لپاره د کور نه بهر وتلی وو

د خېبرپښتونخوا یو مذهبي او سیاسي مشر مولانا سمېع الحق جنازه به د خالي، شنبې، په ورځ ماسپښین د هغه په پلرني کلي اکوړه خټک کې په دارالعلوم حقانیه مدرسه کې ادا کولی شي او هم په اکوړي کې به د هغه مړی خاورو ته سپارل کیږي.

د خېبر پښتونخوا حکومت د خالي یا شنبې، په ورځ په حکومتي کچه د مولانا سميع الحق په وژنه د ماتم اعلان کړی. په دې ترڅ کې به په حکومتي دفترونو او تعليمي ادارو کې د پاکستان جنډه نيم کښو (نیم ځوړنډه) وي.

د هغه ځوی مولانا حامدالحق ويلي، پلار يې تېره ورځ د پېنډۍ ښار په بحريه ټاون کې هغه وخت نا معلومو کسانو په چړو وژلی وو چې د هغه ساتونکی د لږ وخت لپاره د کور نه بهر وتلی وو، خو چې بېرته کور ته ورغلو نو مولانا سميع الحق په خپلو وينو کې پروت وو چې په سمدستي توګه روغتون (هسپتال) ته يوړل شوو خو بچ نه شو او په هسپتال کې یې ساه ورکړه.

تر اوسه کومې ډلې د مولانا سميع الحق د وژلو پړه (ذمه واري) نه ده منلې.

د مولانا سميع الحق وياند مولانا يوسف شاه ويلي، د قاتلانو پېژندګلو لا نه ده شوې او دا هم معلومه نه ده چې هغوي ولې مذهبي اوسياسي مشر په چړو وژلی.

د پاکستان صدر عارف علوي او وزيراعظم عمران خان په سختو ټکو کې د مولانا سميع الحق د وژل کېدو غندنه کړې او د هغه له کورنۍ سره يې د غمرازي بيان جاري کړی.

وزيراعظم عمران خان چې دا مهال د چين په سفر دی د هلته نه يي په يو بيان کې د مولانا سميع الحق د قتل د پلټنو امر کړی.

په پاکستان کې د مذهبي او سياسي ګوندونومشرانو هم د مولانا سميع الحق وژنه غندلې او د هغه د قاتلانو د نيولو غوښتنې يي کړي دي.

د جميعت علما اسلام ف مشر مولانا فضل رحمان د مولانا سميع الحق وژنه غندلې او ويلي يې دي، چې د مولانا خدمات به تل ستایل کېږي.

د پښتون تحفظ مومنټ مشر منظور پشتين هم د مولانا سميع الحق د وژل کېدو غندنه کړې ده. نوموړي په خپل ټوېټر ليکلي، له مولانا سميع الحق سره نظرياتي اختلافات په خپل ځآی خو د هغه د وژلو غندنه کوي او دا چې د داسې خلکو د وژنې نه دا په ډاګه کېږي چې د پاکستان رياست د خپلو خلکو په ساتنه کې پاتې راغلی دی.

افغان طالبانو هم د مولانا سميع الحق د وژل کېدو غندنه کړې ده.

د مولانا سميع الحق په وژنه په سوشل مېډيا ګډ غبرګون روان دی چي د دغې پېښې د غندنو سره سره ګڼو خلکو په هغه ټکونه هم کړي او ويلي دي د اکوړي له مدرسې نه به يې طالبان د جګړې لپاره افغانستان ته لېږل.

مولانا سميع الحق به ځان ته د طالبانو پلار ویلو. رپوټونه وايي، په افغانستان کې جنګېدونکو طالبانو هم د هغه په مدرسه کې په اکوړي کې درسونه ويلي.

تېره مياشت د افغانستان يو جګ پوړي پلاوي د اکوړي په مدرسه حقانيه کې د مولانا سميع الحق سره غونډه کړې وه او د هغه نه يې په افغانستان کې د طالبانو سره د سولې په بهیر کې د مرستې غوښتنه کړې وه.

مولانا هغوي ته ويلي وو، دی غواړي چې د افغانستان جګړه په امن ختمه شي او د افغانانو وينې تویدل تم شي خو ویلي وو چې د افغانستان کشاله ډېره پېچلې ده.

مولانا سميع الحق په اکوړي کې د وتلي مذهبي عالم او سياسي مشر مولانا عبدالحق په کور کې زېږېدیلی وو.

٨١ کلن مولانا سميع الحق دوه ځله د پاکستان د سېنټ غړی پاتې شوی او په تېرو انتخاباتو کې يي له واکمن تحريک انصاف ګوند سره ملګرتيا کړې وه.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG