لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

‌د کرونا وایرس خوریدو مخنیوي لپاره سان فرانسسکو ښار تړلو امر شوی


د امریکا په کېلیفورنیا ایالت کې د کرونا وایرس خوریدو مخنیوي لپاره په سان فرانسسکو او خوا و شا سیمو کې اوسیدونکو نزدې ووه میلینه (۷۰ لکه) خلکو ته امر شوی چې ځانونه خوندي کړي.‌ دا په امریکا کې د کرونا وایرس د خوریدو لپاره د حکومت لخوا تر ټولو سخت اقدام دی.

د سان فرانسسکو ښاروال لنډن بریډ نن د ګل په ورځ د دغه اعلان په وخت ویلي ٫٫ مونږ خبر یو چې دا ګامونه به د عامو خلکو ژوند ګډ وډ کړي، خو دا ټول مهم دي.٬٬ نوموړي‌ زیاته کړې ٫٫ دا زمونږ د ښار لپاره یو سخت وخت دی او دا زمونږ ذمه واري ده چې ټول د خپلو ځانونو او ګاونډیانو د خوندي ساتلو کې خپله ذمه واري ترسره کړو. که ډیره ضروري نه وي د کورونو نه بهر مه ووځۍ چې د کرونا وایرس خوریدو مخه ونیول شي.٬٬

د دغه امر سره نه یواځې سان فرانسسکو ښار د دغه خوا و شا شپږ کاونټیانې (ولسوالۍ/ تحصیلونه) هم د اثر لاندې راغلي. د سود سودا او د دوایانو د دکانونو نه علاوه به نور ټول بازارونه او هوټلې تړلې وی.

د سان فرانسسکو ښار د پولیسو مشر ویلیم سکاټ په دغه مهال ویلي د حکومت لخوا اعلان شوي‌ دغه ګامونو عملي کولو لپاره به پولیس افسران پرځاې وي. د سان فرانسسکو ښار او شپږو نورو ولسوالیو بندیدل به د اپریل میاشتې ۷مې نېټې پورې وي.

د دې تر څنګ یو شمیر نورو امریکايي‌ ښارونو کې هم د خلکو په ګڼو بندیز لګیدلی د کوم تر مخه چې به د ۲۵۰ نه زیات خلک نه یوځاې کیږي. سره د دې سکولونه یا مکتبونه او هوټلې هم تړل شوي دي. خو دا لومړی ځل دی چې په دومره لویه کچه یو ښار او خواو شا سیمې تړل کیږي.

هم دغه شان ګامونه په اټلي کې هم پورته کړل شوي دي. په اټلي کې د دغه ګامونو څه بدو نتیجو په اړه څه رپورټونه نه دي راغلي.

د کرونا وایرس د یو تن نه نورو ته د خوریدو په اړه دا مهال په ګرده نړۍ کې د سوشل ډسټنسنګ یا د یو بل نه لرې والې ټکي ډیر زیات کارول کیږي. د دغې مقصد د یو بل نه ۱.۸ میټره لرې اوسیدل دي چې د کرونا وایرس د خوریدو مخه ونیول شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG