د بلوچستان په موسی خېل ضلع کې د ترهګرۍ په وروستیو بریدونو کې په وژل شویو 23 کسانو کې اکثر د پنجاب اوسېدونکي وو او دوی کې ډېری یې د کار روزګار لپاره هغې صوبې ته تللي وو، خو اوس یې مړي کورونه ته وړل کیږي.
په وژل شویو کې د پنجاب د لیه ضلعې دوه وروڼه محمد ضمیر او مرتضی هم شامل وو چې په کوټه کې یې د سبزیو او مېوو کاروبار کاوه، د دوشنبې- ګل په ورځ وسلوالو دوی له یوې لارۍ را کښته کړل او تر پېژندلو وروسته یې ووژل.
د وژل شوي محمد ضمیر د تره زوی محمد محسن وايي، له یوې میاشتې راهیسې یې دواړه د تره زوی کور ته نه وو راغلي، خو اوس یې مړي کور ته وروړل کیږي.
له وي او اې سره په خبرو کې محسن وویل، د ضمیر درې بچي یتیمان شول او د مرتضی به په څو ورځو کې واده کېدونکی وو.
د محسن په وينا، ضمير له پېښې يوه ورځ وړاندې خپلې مېرمنې ته زنګ وهلى وو او ورته ويلي یې وو، چې له يوې مياشتې راهيسې کور ته نه دى ورغلى، "زه به ټپال [چکر] سامان راوړم او بیا به څو ورځې په کور کې پاته شم".
محسن وويل د هغه مېرمنه خبره نه وه چې خاوند یې د همېشه لپاره کور ته ورځي. وایي د هر پلار په څېر د ضمیر بچي هم له يوې مياشتې وروسته د خپل پلار د ليدلو انتظار کوي چې اکثره به یې له کوټې څه نه څه ورته راوړل.
د دوشنبې- ګل په ورځ د بلوچستان په کوټه، ګوادر، کلات، مستونګ، لسبیله او ځینو نورو سیمو کې پر امنیتي ځواکونو د بریدونو او ډزو په بېلابېلو پېښو کې لږ تر لږه 60 کسان وژل شوي دي.
ملګرو ملتونو دغه بریدونه او د دغو کسانو وژل غندلي او ویلي یې دي چې پر عامو ملکي وګړو بریدونه ورته د منلو وړ نه دي او غوښتنه یې کړې چې د پاکستان حکومت باید د پېښې پلټنه وکړي او دا باوري کړي چې په پېښه کې لاس لرونکي کسان د قانون منګولو ته وسپارل شي.
په موسی خېل کې د وژل شويو دوو سکه وروڼو د تره زوی محسن وایي، ضمیر او مرتضی له تېرو پینځو کلونو راهیسې په کوټه کې د مېوو او سبزیو کاروبار کاوه او کورنۍ یې په لیه کې پر سرکاري مځکه په یوه وران ویجاړ کور کې اوسیږي .
د محسن په خبره، د مرتضی د واده نېټه څو ورځې وروسته ټاکل شوې وه، خو وایي قسمت د واده د خوښۍ پر ځای د هغه کور ته نه ختمېدونکي غمونه ور په برخه کړل.
په لیه کې د ضمیر او مرتضی په ګډون د څلورو کسانو د وژل کېدو په خبر په ټوله سیمه په ویر کې دی. د تاجرانو ټولنې د یکشنبې- اتوار په ورځ د ماتم په توګه خپل کاروبارونه بند کړي وو.
په موسی خېل کې په وسلوال برید کې په وژل شویو کې څلور د لیه ضلعې، درې د ملتان او د خانیوال او وهاړي سیمې دوه دوه کسان شامل دي. په وژل شوو کې نور د لاهور، مظفرګړ، شجاع آباد، فیصل آباد، سرګودې او ساهیوال دي.
د غلام جيلاني تعلق د فيصل اباد له دجکوټ سيمې سره دى چې د خپل اووه کلن زوى مخې ته ترهګرو په ډزو وژلى دى.
غلام جیلاني تاجر دی چې د خپلې لور د لیدو لپاره کوټې ته تللی وو او د بېرته ستنېدو پر مهال وسلوالو په نخښه کړ. د دجکوټ ښار دوکاندارانو د یکشنبې- اتوار په ورځ د هغه د وژنې خلاف خپل کاروبارونه بند کړي وو اوپه ټول ښارکې يې احتجاج وکړ.
د غلام جيلاني مشر زوی انس جيلاني وايي، پلار يې د ده د خور ليدو ته روان وو، چې کشر ورور يې هم ورسره د تلو ضد کاوه ځکه یې پلار هغه هم له ځانه سره بېولی وو.
د انس په خبره ترهګرو د هغه پلار وژلی، خو ورور یې خوندي دی، چې له پېښې وروسته د امنیتي ځواکونو په ولکه کې دی.
له وي او اې سره د خبرو په مهال انس وویل، کشر ورور یې د خپل پلار وژنه په خپلو سترګو لیدلې وه او ډېر وېرېدلی وو ځکه یې له امنیتي کسانو سره خبرې نه شوای کولای. انس جيلاني وويل:
"د يوه کوچني ماشوم پلار د هغه په مخ کې وژل د بشر ضد عمل دى".
د انس په خبره، پلار يې له چا سره دښمني نه درلوده. هغه یو همدرد او پر تجارت مین شخصیت وو، د ښار تاجرانو یې ډېر عزت کاوه.
بلوڅ لبرېشن آرمی (بي ایل اې) وسلوالې ډلې په بلوچستان کې د وروستیو بریدونو ذمه واري پر غاړه اخیستې ده او دغو بریدونو ته یې د "هیروف عملیاتو" نوم ورکړی دی.
په صوبه کې د ترهګرۍ د پېښو په اړه وزیر اعلی سرفراز بګټي وايي، هیڅ کوم بلوڅ کوم پنجابی نه دی وژلی بلکې ترهګرو پاکستانیان وژلي دي.
د دوشنبې- ګل په ورځ په کوټه ښار کې د يوې خبري غونډې په مهال سرفراز بګټي وويل، ترهګر شرخوښوونکي دي او پر مځکه فساد خپروي، ځکه نو وایي هغوی به تر خپل انجامه ورسوي.
بل لوري ته پاکستان د کورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ويلي دي چې د بلوچستان د حالات په خرابولو کې بهرني عناصر لاس لري او دا بریدونه ناڅاپي نه وو بلکې پلان شوي ګڼي.
د نقوي په وینا برید کوونکي مرور بلوڅان نه بلکې ترهګر دي چې وایي سخت جواب به ورکړل شي.
Forum