لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سرفراز بګټي: غره ته ختلي وسله وال دې لاندې راکوز شي، ستونزه به په خبرو هوارول وي


د پاکستان د کړکیچ ځپلې صوبې بلوچستان نوي ټاکل شوي وزیراعلا سرفراز بګټي په بیلتون خوښو بلوڅ وسله والو غږ کړی دی چې هغوي دې له غرونو راښکته شي اؤ د خبرو له لارې دې د ستونزو هواری ولټوي.

د خالي- شنبې په ورځ د وزیراعلا ټاکل کېدو نه وروسته اسمبلۍ ته خپله وړومبۍ وینا کې ښاغلي بګټي وویل حکومت به یې د مرورو (بلوڅانو) سره مذاکرات کوي اؤ بیا بیا به یې کوي خو هغه پخپل تقریر کې بیا ونه ویل چې بلوچستان کې د جبري لادرکیو د لړۍ ودرولو په اړه به یې حکومتي تګلاره څه وي.

په بلوچستان کې له یوې اوږدې مودې راهسې د جبري بې درکیو اؤ د صوبې د قدرتي وسیلواؤ حقونو په مسلو بلوڅ وسله وال په مقاومت بوخت دي اؤ په امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

د صوبې نوي ټاکل شوي وزیراعلا وویل، دا مهال هیواد د جوړجاړي سیاست ته تر هر څه زیاته اړتیا لري، زلمي باید په یو مرکزي صف کې ودرېږي اؤ د بلوچستان اؤ هیواد په پرمختیا کې خپل رول ولوبوي.

سرفراز بګټي وویل بلوچستان د امنیت د ستونزې سره مخ دی اؤ دلته د امن د ټینګښت لپاره به مونږ ټولو ته په ګډه کار کول وي.

د نوموړي وینا وه چې حکومت به یې د صوبې د پسماندګۍ ختمولو ته زیاته پاملرنه کوي اؤ په دې لړ کې به یې هڅه دا وي چې د بلوچستان د معدني وسیلو نه په غوره توګه کار واخلي.

سرفراز بګټي تر دې وړاندې په نګران حکومت کې د کورنیو چارو د وزیر په توګه دنده ترسره کوله اؤ هغه د جبري بې درکیو پرضد د بلوڅانو لخوا کېدونکي احتجاجونو بې اساسه بلل اؤ ویل یې چې بې درکه کسانو کې زیاتره دهشت ګرد دي.

لوچستان د رقبې په لحاظ د پاکستان تر ټولو ستره صوبه ده خو په پسماندګۍ کې هم د هیواد تر ټولو پسمانده صوبه ګڼل کیږي.

په دغه کړکیچ ځپلې صوبه کې د قدرتي وسیلو پریمانه ذخیرې وجود لري چې هرکال دپاکستان قامي خزانې ته د اربونو روپو ګټه ورکوي خو د بلوچستان قام پرست تنظیمونه اؤ سیاسي ګوندونه وایي چې په قدرتي وسیلو دپور مامور دې صوبې وګړي پخپلو وسیلو اختیار نه لري اؤ ګټې یې ټولې بهر روانې دي.

وخت په وخت مخې ته د راغلو شمیرو اؤ معلوماتو له مخې بلوچستان نه ترلاسه کیدونکی قدرتي ګیس دپاکستان د26 فیصده ابادۍ ضرورتونه پوره کوي خو پخپله دبلوچستان زیاتره سیمې دتېرو اویاؤ کالو راهسې دګیس داسانۍ نه محرومې ساتل شوې دي.

بلوچستان کې د قدرتي ګیس ترڅنګ د معدنیاتو نورې ډير سترې ذخیرې هم موجودې دې چې هغې کې د سرو زرو،سپینو زرو، اوسپنې،کرومایټ، تانبې، چونې، قیمتي کانو، سنګ مرمرو وغیره ذخیرې شاملې دي.

پخپلو وسیلو د اختیار نه لرلو پرضد د اوږدې مودې نه بلوچستان کې ګڼ شمیر بلوڅ تنظیمونه په وسله وال مقاومت بوخت دي اؤ غوښتنه لري چې د بلوچستان په وسیلو دې د دې صوبې خپلو وګړو ته واک اختیار ورکړل شي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG