لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايشيا کپ : سري لنکا په لمړي مېچ کې پاکستان ته ماتې ورکړه

د مېچ غوره لوبغاړی د سري لنکا تهري مانی وگرځول شو
د مېچ غوره لوبغاړی د سري لنکا تهري مانی وگرځول شو
بنگله دېش کې د ايشيا کپ ټورنامنټ په لمړي يو ورځني مېچ کې سري لنکا په ۱۲ رنزونو پاکستان ته ماتې ورکړه ، سري لنکا لمړی بېټنگ کړی ؤ او په ۵۰ اوورونو کې يې ۲۹۶ رنزونه جوړ کړي ؤ . جواب کې د پاکستان پوره ټيم په ۴۸.۵ اوورو کې ۲۸۴ رنزونو اؤټ شو ، او مېچ يې وبائيلو .
د ايشيا کپ ټورنامنټ لمړی مېچ نن د نهې په ورځ د بنگله دېش په فتح الله ښار خان شاهب عثمان علي کرکټ مېدان کې د پاکستان او سري لنکا ترمينځ وشو ، چې د سري لنکا کرکټ ټيم پکې پاکستان ته ماتې ورکړه .
سري لنکا ټاس وگټو او لمړی يې د بيټنگ فېصله وکړه ، د سري لنکا لخوا تهري مانی په ۱۱۰ بالونو ۱۰۲ رنزونه ، سنگاکارا په ۶۵ بالونو ۶۷ رنزونه او ميتهيوز په ۵۰ بالونو ۵۵ رنزونه جوړکړل .
د پاکستان لخوا عمرگل او شاهد افريدي دوه دوه وکټې او سعيد اجمل يو وکټ واخيستو .
د پاکستان په بېټنگ تر ټولو زيات رنزونه عمراکمل په ۷۲ بالونو ۷۴ رنزونه جوړکړل ، کپتان مصباح الحق په ۸۴ بالونو په ۷۳ رنزونو جوړولو کې کامياب شو ،
احمد شهزاد ۲۸ ، شرجيل ۲۶ ، حفيظ ۱۸ ، بلاول بهټي ۱۸ ، سهېب مقصود ۱۷ ، سعيد اجمل ۱۰ او شاهد افريدي ۴ رنزونه جوړ کړل .

د سري لنکا ملينگا د ۵۲ رنزونو په عوض کې د پاکستان ۵ کهلاړيان او سرنگا لکمل دوه لوبغاړي اؤټ کړل .
د مېچ غوره لوبغاړی د سري لنکا ملنگا وگرځول شو .
د ايشيايي هېوادونو ترمينځ هر دوه کاله وروستو کېدونکی د يو ورځنو مېچونو ايشيا کپ په ۲۰۱۲ کې پاکستان د بنگله دېش نه گټلی ؤ .
دې ځل له په ايشيا کپ کې د پاکستان ، افغانستان ، بنگله دېش ، سري لنکا او هند کرکټ ټيمونه برخه اخلي .
  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG