لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سرتاج عزيز سږکال د ډرون بريدونو کمي ته خوشبين


هغه وويل که هر څو امريکا دډرون حملو داودرولو کوم باقاعده اعلان نۀ دى کړى ، خو هيله ده چې دسږکال تر اخره به دغه بريدونو کې واضحه کمى راشي
هغه وويل که هر څو امريکا دډرون حملو داودرولو کوم باقاعده اعلان نۀ دى کړى ، خو هيله ده چې دسږکال تر اخره به دغه بريدونو کې واضحه کمى راشي
پيښور_دخارجه چارو اؤ قومي سلامتۍ په اړه دپاکستاني وزيراعظم صلاح کار سرتاج عزيز وائي دډرون بريدونو په اړه امريکا دپاکستان په دريځ پوهه شوې اؤ هيله کيږي چې دسږکال تر پايې به دغو حملو کې واضحه کمى راشي.
واشنگټن کې يو شخصي ټي وي سره خبرو کې سرتاج عزيز وويل دپاکستان له لوري دډرون بريدونو دمعاملې دراپورته کولو وروستو دغو بريدونو کې واضحه کمى راغلى اؤ په بين المللي کچه پرې خبرې روانې دي.
خو امريکايي چارواکو له دې وړاندې په ډاگه کړې ده چې واشنگټن د ډرون بريدونو پخپله تگلاره کې هيڅ بدلون نه دى راوستى.
هغه وويل که هر څو امريکا دډرون حملو داودرولو کوم باقاعده اعلان نۀ دى کړى ، خو هيله ده چې دسږکال تر اخره به دغه بريدونو کې واضحه کمى راشي.
پاکستان کې دحکومت له لوري طالبانو سره دمذاکراتو شروع کولو دهڅو په اړه دهغه وينا وه اوس اوس اسلام اباد کې دترسره شوي ټول گونديز کانفرنس دفيصلې ترمخه حکومت دمذاکراتو ملاتړ کوي اؤ زياته يې کړه امريکا ته معلومه ده چې مذاکرات کول اسانه معامله نۀ ده.
٢٠١٤م کې افغانستان څخه دغيرملکي پوځيانو دوتلو دعمل دپيل کيدو په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې دخارجه چارو صلاح کار وويل دغه دامريکا اؤ افغانستان اړونده معامله ده اؤ پاکستان پرې کومه تبصره نۀ شي کولى.
دپاک وهند اړيکو په اړه هغه وويل پاکستان هند سره اړيکو کې ښه والي راتللو ته ليواله دى ، خو ترڅو چې دکشمير پشان بنيادي ستونزه هواره شوي نۀ وي اړيکو کې ښه والى نۀ شي راتللى اؤ بايد امريکا په دغه لړ کې خپل کردار ادا کړي.
پاکستان پخپلو قبائيلي سيمو کې دموجودو ترهه ګرو په ضد ترسره کيدونکې ډرون حملې دخپلې خپلواکۍ اؤ نړيوالو قوانينو خلاف ورزي ګرځوي اؤ وائي ددغو بريدونو له امله دترهه ګرۍ په ضد جګړه کې دګټې پځايې زيان راولاړيږي ، خو امريکائي چارواکي ادعا کوي دغه بريدونه دنړيوال قانون څخه سرغړونه نۀ ده اؤ وائي چې قبائيلي سيمو کې دترهه ګرو په ضد دډرون بريدونه يوه موثره وسله ده.
تيره ورځ امريکايي ورځپاڼې واشنگټن پوسټ پخپل يو راپور کې دا ادعا هم کړې وه چې دپاکستان په خاوره کيدونکو ډرون بريدونو ته په ځينو وختونو کې په پټه توگه د حکومت ملاتړ حاصل ؤ

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د لږکيو لخوا کلتوري ټڼګ ټکور
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:41 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG