لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: په سعودي عرب کې مېډيا او ښځې د بنديزونو سره مخامخ دي


مېرمن نازش وايي،‌" په سعودي حکومت او په شهزاده محمد بن سلمان ډېر نړيوال دباو دی خو سعودي لا دغې ته هېڅ غبرګون نه دی ښودلې"
مېرمن نازش وايي،‌" په سعودي حکومت او په شهزاده محمد بن سلمان ډېر نړيوال دباو دی خو سعودي لا دغې ته هېڅ غبرګون نه دی ښودلې"

څېړونکي وايي په سعودي عرب کې د ښځو د حقونو د پاره کارکونکي او خبريالان د حکومت ځورونو او د تشدد سره مخامخ دي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي خبريالا نسيمه الساده په دغو مبارزينو کې یوه ده چې د سعودي عرب حکومت له تېرو دوو کالو راهسې د دمام په ځندان کې ساتلې ده.

په تېر نومبر کې عدالت هغې ته د شپږو کالو د قېد سزا واورولې. په هغې تورپورې شوی چې د سوشل مېډيا دلارې يې د سعودي عرب د دښمنانو سره رابطې کړې دي. دغه مقدمې ته د نړيوالو څارونکو رسايي‌ نشته.

نسيمه الساده د ښځو د حقونو دپاره کار کوو او په جوهاېنا وېب پاڼه به يې د ښځو په کشالو کالمونه ليکل، هغه د بشري حقونو د تنظيم العداليه شریکه مشره هم ده.

نسيمه الساده عدالت ته خواست کړی و چې په سعودي عرب کې دې ښځو ته په انتخاباتو کې د ګډون اجازت ورکړی شي. هغې په سعودي عرب کې ښځو ته د ګاډو چلولو قانوني اختيار د پاره هم کار کړی، او د نارينه د واک نه يې د ښځې د آزادولو د پاره هم هلې ځلې کړي، چرته چې ښځې د خاوند، پلار، ورور يا د ځوي نه بغېر يواځې د کور نه د وتلو اجازت نه لري.

نسيمه الساده په کال ۲۰۱۸ م د يو شمېر نورو ښځو مبارزينو تر څنګ نيول شوې چې په سعودي عرب کې د ښځو لخوا د ګاډو د چلولو د پابندۍ په ضد کېمپېن چلو.، په دغو مېرمنو کې يوه لوجېن الحاثلو هم ده چې د فېبرورۍ په میاشت کې ازاده کړی شوي ده. د هغې د ازادۍ سره د نورو مېرمنو د خوشي کېدلو هيلې هم پېدا شوي دي.

خو څيړونکي وايي د ځندان نه د خوشي کېدلو مطلب پوره آزادي نه ده، په هغې پابندي‌ ده که دغه مبارزه يې بيا پېل کړه نو بیا به په جېل کې اچول کېږي.

هم دغه ډول پابندي به په نسيمه الساده هم وي چې د خوشي کېدلو ورسته به د خپلې مبارزې نه لاس اخلي.

د خبريالانو مېرمنو د تحفظ د تنظيم مشره آزاده خبرياله کېرن نازش وايي، "د بندي خانې نه بهر به هم د هغې لاس تړل شوي وي"

نوموړې د خپل تنظيم د لارې په رياست ټکونه کړي چې په سعودي عرب کې ښځو خبريالانو سره روان زور زياتی دې ودروي، او د نسيمه الساده تر څنګ ټولې نيول شوې مېرمنې دې زر تر زره خوشې کړی شي.

مېرمن نازش وايي،‌" په سعودي حکومت او په شهزاده محمد بن سلمان ډېر نړيوال دباو دی خو سعودي لا دغې ته هېڅ غبرګون نه دی ښودلې"

د نسيمه الساده او نورو ښځو د ځورولو په سر د امريکې د سېنټ خارجه چارو کمېټۍ او د بشري حقونو ډلو په سعودي عرب ټکونه کړي دي.

د امريکې د سېنټ د بهرنيو چارو کمېټۍ په نومبر کې په خط کې ويلي،" د خپلو بنيادي حقونو د غوښتلو په سر د دغو مېرمنو نيول سم نه دي"

د بشري حقونو نړيوال تنظيم اېمنسټي انټرنېشنل هم په سعودي عرب کې په بندي خانو کې د ګېرو ښځو د خوشي‌ کولو دپاره کېمپېن چلولولې.

اېمنسټي انټرنېشنل په کال ۲۰۱۸ کې پخپل يو رپوټ کې ويلي په سعودي عرب کې په جېلونو کې ګېرو ښځو سره جينسي زرو زياتی کېږي او هغوي ته د بجلۍ شاټونه ورکول کېږي او په درو وهل کېږي.

د اېمنسټي انټرنېشنل د مينځني خطيز په امريکا کې ډاېرکټر فېلپ ناسيف د سعودي عرب د پاليسۍ په اړه وايي،

" د سعودي عرب ساده فارموله ده، که تاسو په حکومت نيوکې کوۍ جېل ته به لېږل کېږۍ،"

د بشري حقونو ډلې وايي سعودي عرب د خپل اولس د غلي کولو د پاره هر ډول تشدد نه کار اخلي.

د سعودي په شهزاد محمد بن سلمان تور دی چې په کال ۲۰۱۸ م کې يې په استنبول کې د نيويارک ټاېمز خبريال جمال خاشقجي پخپله سفارتخانه کې دننه وژلی وو چې تراوسه يې مړی ورک دی.

خاشقجي به د سعودي په حکومت ټکونه کول.

د خبريالانو د تحفظ نړيوال تنظيم هم په سعودي عرب کې د خبريالانو زورول غندلي او وايې په دې کار سعودي عرب په نړۍ کې ښه نوم باېللی دی.

د نړیوالې آزادۍ په فهرست کې په ۱۸۰ ملکونو کې سعودي عرب په ۱۷۰م نمبر دی.

واېس آف امريکه په دې رپوټ د نظر اخیستلو د پاره د سعودي عرب حکومت سره د رابطو هڅه کړی خو سعودي مامورینو ځواب نه دی وېلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG