لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسلامي همکارۍ تنظیم د اسماعیل هنیه وژنه وغندله او وایي دا د ایران د خودمختارۍ ښکاره سرغړونه ده


د اسلامي‌ همکارۍ تنظیم په سعودي عرب کې د منځني ختیځ پر حالاتو په خپله بیړنۍ غونډه کې په غزه او غربي غاړه کې د اسرایلي ځواکونو عملیات غندلي او د حماس د اسماعیل هنیه د وژنې ذمه وار یې بللی چې وایي‌ دا د ایران د خپلواکۍ ښکاره سرغړونه ده.

په جده کې دا غونډه د ایران او پاکستان په غوښتنه را بلل شوې وه چې پکې د 57 غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ګډون کړی وو او د دې غونډې ایجنډا د حماس د مشر له وژل کېدو وروسته د فلسطین پر خاوره د اسرایل او حماس روانې جګړې ته غبرګون ښکاره کول وو.

د اسلامي‌ همکارۍ تنظیم مشر حسېن براهیم طه غونډې ته په خپله وینا کې په غزه، لوېدیځه غاړه او د القدس په ښار کې د اسرایل عملیات "جنګي جرمونه" او فلسطینیانو "نسل وژنه" وبلله او په کلکه یې وغندل.

او ای سي پر خپله ویبپاڼه د ښاغلي براهیم طه بیان خپور کړی او وایي هغه غوښتنه کړې چې په غزه کې د اسرایل روان عملیات باید سمدستي او په هراړخیزه توګه ودرول شي او د داسې بشپړې سیمه ییزې جګړې له خطره ډډه وشي چې د ټول منځني ختیځ امنیت او ارامۍ ته زیان ورسوي:

"ښاغلي ابراهیم طه د ملګرو ملتونو له امنیت شورا وغوښتل چې خپلې ذمه وارۍ پر غاړه واخلي او د اسرایل له قبضه ګر ځواکه د ضروري اقداماتو غوښتنه وکړي چې نړیوال قانون ته درناوی ولري او هغه تېري او بریدونه بند کړي چې د سیمې او نړۍ سوله او امنیت له خطر سره مخامخ کوي".

د اسلامي‌ همکارۍ تنظیم له غونډې وروسته په خپله ګډه اعلامیه کې په تهران کې د فلسطین د "پخواني وزیراعظم" او د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه وژنه په کلکه غندلې ده:

"د دې وحشیانه برید ذمه وار په بشپړه توګه غیرقانوني قبضه ګر ځواک اسرایل دی او دا د تېري‌ یو جرم دی چې له نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو له منشوره ښکاره سرغړونه او د ایران د اسلامي جمهوریت له خپلواکۍ، مځکنۍ بشپړتیا او ملي امنیته سنګینه سرغړونه ده".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم په دې غونډه کې ګډون کړی او ویلي یې دي چې د انصاف نړیوال عدالت په غزه کې د اسرایل بمباري "ممکنه نسل وژنه" بللې ده، خو وایي ده ته دا "نسل وژنه" ښکاري.

اسحاق ډار پر خپل ایکس د هغې وینا متن خپور کړی چې په غونډه کې یې کړې ده او په یوه برخه کې یې وایي اسرایل چې په غزه کې په بېساري معافیت سره څه کوي داسې ښکاري لکه د نړیوال قانون، اصولو او ازادۍ د ماتولو بشپړه ازادي چې لري. هغه د اسماعیل هنیه وژنې ته په اشارې وویل:

"هیڅ غلطي مه کوئ، که نن ایران دی سبا کېدای شي د او ای سي بل غړی هیواد وي چې له داسې نړیوالې ترهګرۍ، پر خپله خاوره له بهرنۍ وژنې او د خپلې خودمختارۍ او مځکنۍ بشپړتیا له سرغړونې سره به مخ وي".

اسرایل تر اوسه د اسماعیل هنیه وژنې ته څه غبرګون نه دی ښکاره کړی او نه یې د اسلامي همکارۍ تنظیم د غونډې په غبرګون کې څه ویلي دي، خو د هنیه تر وژنې وروسته د ایران د غچ اخیستو اعلان ته په غبرګون کې یې ویلي وو که هر څوک پر اسرایل برید وکړي سخت جواب به ورکړل شي.

سپینې ماڼۍ ټینګار کړی چې اسرایل او حماس د ډزبندۍ یو تړون ته نیزدې دي، که څه هم د حماس ډلې د سیاسي مشر له وژل کېدو وروسته په سیمه کې د پراخې جګړې د پیل کېدو اندېښنې زیاتې شوي دي.

په تهران کې د اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته ایران د غچ اخیستو خبرداری ورکړی او په سیمه کې د کړکېچ د پراخېدو د مخنیوي لپاره امریکا په "قوي سفارتکارۍ" بوخته ده.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي د چارشنبې- شورو په ورځ خبریالانو ته وویل، په غزه کې د ډزبندۍ او یرغمل کسانو د خوشي کولو لپاره " دومره نیزدې یو چې موږ باور لرو هیڅکله هم دومره نه وو نیزدې شوي."

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG