لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي ولي عهد د چین صدر سره ملاقات کړی


د روېټرز د رپورټ ترمخه کله چې چینايي صدر په ریاض کې محمد بن سلمان سره ملاقات دپاره شاهي محل ته ورتلو نو په سعودي اسونو سورو سعودي شاهي محافظینو د هغه موټر بدرګه کړو. په محل کې دننه محمد بن سلمان د صدر شي هرکلی وکړو
د روېټرز د رپورټ ترمخه کله چې چینايي صدر په ریاض کې محمد بن سلمان سره ملاقات دپاره شاهي محل ته ورتلو نو په سعودي اسونو سورو سعودي شاهي محافظینو د هغه موټر بدرګه کړو. په محل کې دننه محمد بن سلمان د صدر شي هرکلی وکړو

د سعودي عرب په سفر د چین صدر شي جن پېنګ د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان سره د زیارت، پنجشبنې، په ورځ ملاقات وکړو او ویلي يې دي چې چین سعودي عرب سره د تعلقاتو "نوی دور" شروع کول غواړي.

روېټرز خبري اداره وايي سعودي عرب د صدر شي په شاهانه انداز کې هرکلی کړی دی چې چین سره تعلقات په زیاتولو کې د ریاض دلچسپي څرګندوي، په داسې حال کې چې واشنګتن سره یې تعلقات د کړکېچ سره مخامخ دي.

د روېټرز د رپورټ ترمخه کله چې چینايي صدر په ریاض کې محمد بن سلمان سره ملاقات دپاره شاهي محل ته ورتلو نو په سعودي اسونو سورو سعودي شاهي محافظینو د هغه موټر بدرګه کړو. په محل کې دننه محمد بن سلمان د صدر شي هرکلی وکړو.

د رپورټ ترمخه د چینايي صدر د تود هرکلي برعکس د جولای په میاشت کې سعودي عرب ته د امریکايي صدر جوبایډن دوره ډیره په شان او شوکت نه وه شوي. رویټرز وايي په 2018 کې د ترکي د استنبول ښار په سعودي کونسلخانه کې د سعودي خبریال جمال خاشقجي د قتل وروسته د سعودي عرب او د امریکې تعلقات د تاوتریخوالي ښکار شوي دي او سعودي عرب ته د جوبایډن په دغه سفر د خاشقجي د قتل سېوری و.

د رپورټ ترمخه د چینايي صدر د تود هرکلي برعکس د جولای په میاشت کې سعودي عرب ته د امریکايي صدر جوبایډن دوره ډیره په شان او شوکت نه وه شوي
د رپورټ ترمخه د چینايي صدر د تود هرکلي برعکس د جولای په میاشت کې سعودي عرب ته د امریکايي صدر جوبایډن دوره ډیره په شان او شوکت نه وه شوي

امریکې د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل سعودي عرب ته د چین صدر د دوره د خبرې مثال دی چې چین په دنیا کې خپل اثر د خپرولو کوښښونه کوي خو دا به د منځني ختیځ په اړه د امریکې په تګلاره کې بدلون و نه کړي.

رویټرز وايي سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د دنیا په سټېج یو وارې بیا ځان نمایا کړی دی د دې باوجود چې د تېلو د رسد او روس د تنها کولو په لړ کې هغه د امریکې د ناخوښۍ سره مخامخ دی.

د چین خارجه وزارت ویلي د شورو، چهارشنبې، په ورځ چې د چینايي صدر هوايي جهاز چې سعودي هوايي حدودو ته داخل شو نو سعودي بمبار جهازونو بدرګه کړو او په هوايي اډا چې سعودي مامورینو د چینايي صدر هرکلی کولو نو هغه ته د 21 توپو سلامي ورکړی شوه.

په سعودي مطبوعاتو کې شایع شوي یو مضمون کې صدر شي وویل عرب نړۍ، د خلیج ملکونو او سعودي عرب سره د تعلقاتو د نوي دور پرانسته کوي.

د روېټرز د رپورټ ترمخه چینايي صدر په خپل مضمون کې وویل چې چین او عرب ملکونه به د یو بل په معاملاتو کې د مداخلت نه کولو، د خپلواکۍ او د علاقايايي سلامتیا په تحفظ کې د یو بل د ملاتړ بېنر پورته ساتي.

د جمعې په ورځ به صدر شي د خلیج تېل پېدا کونکو ملکونو او نور عرب مشرانو سره ملاقاتونه کوي. چینايی صدر وویل دغه ملکونو د نړیوال اقتصاد دپاره د توانای ذخیرې دي او د ټېکنالوجۍ صنعتونو د ترقۍ دپاره ذخیزه ځمکه ده.."

د سعودي عرب د توانای وزیر د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل چې ریاض به د بيجنګ د توانای د اعتماد وړ همکار وي، د توانای په برخه کې به همکاري زیاتوي او په سعودي عرب کې به د چینيايي کمپنیانو دپاره سیمه اییز مرکز جوړول کېږي.

د سعودي خبري ادارې ترمخه د توانای په برخه کې د سرمایه کارۍ، ايي ټي، کلاوډ سروېسز، ټرانسپورټ، تعمیراتو او ځینو نورو برخو کې چین او سعودي عرب 34 معاهدې لاس لیک کړې. د دغو معاهدو مالیت 30 بېلن ډالر ښودل شوی دی.

یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG