لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سعودي عرب د بهرنيو چارو وزير د پاکستان سفر کوي


شهزاده فېصل بن فرحان - د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر
شهزاده فېصل بن فرحان - د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر

‏د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، د سعودي عرب د بهرنيو چارو وزير شهزاده فېصل بن فرحان په ‏‎15‎م او ‏‎16‎م اپرېل د پاکستان سفر کوي، په پلاوي ‏کې به ورسره د سعودي عرب د اوبو او کرکيلې، د صنعوتونو او معدنياتو وزيران، د پانګونو مرستيال وزير، د سعودي د ځانګړې کمېټۍ مشر او د ‏توانايۍ د وزارت لوړ پوړي چارواکي مل وي.‏

ويل شوي، دغه سفر د وزيراعظم شهباز شریف د سعودي عرب د وروستي سفر چې پکې یې د وليعهد او سعودي عرب د وزيراعظم شهزاد محمد بن سلمان ‏سره ليدلي، او په دوه اړخيزه اقتصادي مرستو سېوا کولو یې ورسره خبرې شوې وې، د هغې سفر او خبرو کړۍ ده.‏

د بهرنيو چارو وزارت تمه څرګنده کړې، د سعودي عرب پلاوی به د صدر، وزيراعظم، بهرنيو چارو او نورو وزارتونو په ګډون د پوځي مشر او ځانګړو ‏پانګونو د سهولت کارۍ کونسل سره هم وويني.‏
ويل شوي، د دې سفر هدف دوه اړخيزه مرستو سېوا کولو او خپلمنځي ګټوره اقتصادي شراکت داري متحرک کول دي.‏

ناقدين وايي، په وروستيو کلونو کې پاکستان کې په دولتي کچه د سعودي عرب د پانګونو دعوې کړې خو نتيجې یې مخې ته نه دي راغلي.‏ د سعودي عرب لوړ پوړی پلاوی په داسې وخت کې د پاکستان سفر کوي چې ايران د اتوار په ورځ په اسرايل د ډرون او ميزايلو برید کړی دی.‏

څيړونکي وايي، په مينځني ختيځ کې سېوا کېدونکی کړکېچ به د سعودي عرب او پاکستان د خبرو مهمه موضوع وي. ايران د پاکستان سره ‏‎900‎‏ کلوميټره ‏پوله لري.‏

اسرایل ویلي، ايران د اتوار په ورځ په اسرايل ‏‎320‎‏ ډرون او ميزايلې داغلي، خو د امریکې او نورو هیوادونو په ملاتړ یې ‏‎99‎‏ فيصده راغورځولي دي.‏

د نړۍ اووه شته منو هيوادونو جي-‏‎7‎‏ هيوادونو ويلي، "ايران په سيمه کې د بې ثباتۍ او قابو نه بهر شخړې د خطرې دپاره بل ګام پورته کړی دی، بايد د دې ‏نه ډډه وشي".‏ د اسرايل د دفاعي ځواکونو وياند لفټننټ کرنل پيټر لرنر سي اېن اېن ته ویلي، "ايران په بريد کې ناکامه شوی دی".‏

لرنر ويلي، تهران پوځي اډه په نخښه کړې د کوم په اړه چې ايران وايي، دغه اډه د اپرېل په لومړۍ نېټه د شام په پلازمينه دمشق کې د ايران په سفارتخانه د ‏بريد دپاره کارېدلې او دوه ايراني جرنېلان پکې وژل شوي وو.‏
هغه زیاته کړې، د شپې په هوايي بريد کې کوم تاوان نه دی اوښتی.‏

او د امریکې د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت وياند جان کربي سي اېن اېن ته ويلي، زیاتره ميزايلې او ډرون د ايران څخه داغل شوي دي، او ايران چې څه کړي ‏دي دا یې د نړيوالو فضايي حدودو سرغړونه کړې ده.‏
په اسرايل داغل شوو ميزايلو کې ځينې په اسرايل کې غورځېدلي خو زيات یې د رسېدو نه وړاندې په هوا کې ويشتل شوي او غورځول شوي وو.‏

چارواکو ويلي، په اسرايل کې يواځې يوه عرب اسرايلي جينۍ په ټکړو د لګېدو څخه ژوبل شوې ده.‏
کربي د ايران لخوا داغل شوو ډرون او ميزايلو راغورځول پوځي کاميابي بللې او زياته کړې یې ده په اسرايل یې ډېر کم تاوان اړولی دی.‏

ايران د اتوار په ورځ اسرايل او امریکې ته خبرداری ورکړی که د اسرايل د خاورې نه ځوابي کارروايي وشوه د ایران ځواب به هم ډېر غټ وي. ايران ويلي، په اسرايل یې حمله ختمه کړې خو لرنر ويلي، "ضروري نه ده چې مونږ د دوی خبره ومنو". ‏

جان کربي ویلي، امريکې د ايران په ډرون او میزايلو غورځولو کې د اسرايل مرسته کړې خو ورسره یې ويلي، په ايران حمله کې به برخه هم نه اخلي.‏

د اسرايل وزیراعظم بين يامين نېتن ياهو د ایران حملې ته د جواب ويلو دپاره د خپلې جنګي کابينې غونډه بللې او په ټولنيزو رسنیو یې ویلي، "مونږ حمله ‏ودرولې، مونږ په شا تمبولې او مونږ به په شريکه ګټه کوو".‏

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG