لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي عرب د کم عُمره مجرمانو دپاره د مرګ سزا لغوه کړه


سعودي عرب پس له هغه چې په دُرو یا کوړو وهلو سزاگانې یې بندې کړلې، د اتوار/یکشنبې په ورځ یې د کم عمره مجرمینو د اعدام یا مرګ سزاګانې هم ختمې اعلانې کړلې.

دغه اصلاحات د سعودي عرب د شهزاده ولیعهد محمد بن سلمان د هغو کوششونو یوه بله څرګندونه ده چې هغه غواړي د سخت دریځه وهابي اسلام تر اثر رسوخ لاندې سعودي عرب بدل کړي او ماډرنه څهره ورکړي.

د سعودي عرب د بشري حقونو د کمېشن مشر عواد العواد په یو بیان کې د شاهي فرمان په حواله ویلي، د هغو کسانو د اعدام یا تیزندۍ کېدو سزاګانې لغوه شوې کوم چې د جرم ترسره کولو په وخت کې ماشومان حسابېدل.

العواد زیاته کړې: "دا کسان به اوس د اعدام په ځای، د اوږده قید سزا وګوري، هغه هم چې له لسو کالو زندان نه زیات نه وي."

تمه ده چي د سعودي عرب د دغه شاهي حکم په بنیاد، کم تر کمه د هغو شپږو شیعه نارینه و د مرګ سزا هم لغوه شي کوم چې د مرګ سزا ورته ټاکل شوې وه. په دغو کسانو تور لګېدلی کله چې عمرونه یې له اتلسو کلونو کښته و، نو د حکومت ضد مظاهرو کې یې برخه اخیستې وه.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارکنانو تېر کال له سعودي عرب نه په ټینګار وغوښتل چې د دې کسانو د مرګ سزا دې وځنډوي.

د سعودي عرب د بشري حقونو د کمېشن مشر عواد العواد وایي: "دا د سعودي عرب دپاره یوه مهمه ورځ ده. دا حکم نامه مونږ سره مرسته کوي چې د سزاګانو یو ماډرن تره کوډ جوړ کړو."

سعودي عرب د نړۍ یو له هغو ملکونو ځینې دی چې د مرګ سزاګانې پکې خورا ډېرې عملي کیږي او هغه کسان چې د مرګ سزا ورته ورکول کیږي، یا د ترهګرۍ، قتل، جنسي زورزیاتي، وسله واله غلا، او یا د مخدره موادو د قاچاق په کېسونو کې نیول شوي وي.

یوازې په تېر ۲۰۱۹ کال کې، د سرکاري شمېرو تر مخې، سعودي عرب کم از کم ۱۸۷ کسان اعدام کړل. د ۲۰۲۰ کال د جنوري میاشتې راهیسي بیا تر اوسه ۱۲ کسان په سعودي عرب کې اعدام شوي دي.

تر دې وړاندې، د سعودي عرب سپریم کورټ اعلان وکړ چې نور به په دې هېواد کې هیڅ یو مجرم ته د کوړو یا دُرو سزا نه ورکول کېږي.

د سعودي د بشري حقونو سرکاري کمېشن د شنبې- خالي په ورځ‌ په یوه بیان کې مجرم ته په کوړو د وهلو د سزا ختمول د سعودي د باچا سلمان بن عبدالعزیز او د هغه د زوی ولیعهد محمد بن سلمان د حکومت له خوا یو لوی پرمختګ بللی دی.

د بشري حقونو نړیوال تنظیمونه وخت په وخت په سعودي کې مجرم ته د کوړو ورکولو سزا غندنه کوي، خو وایي اوس هم په دې هېواد کې هغو کسانو ته د مرګ سزا ورکول کېدای شي چې د حکومت د تګلارې خلاف نظر ولري، وایي دا د بنیادي بشري حقونو خلاف کار دی.

د بشري حقوقو د څار نړیوالې ادارې یا هيومن رایټس واچ د سعودي د حکومت د دې ګام هرکلی کړی دی. د دې ادارې یوه مشر ایډم کوګل ویلي، دا کار باید ډېر مخکې لا شوی وای، وایي اوس نو د سعودي د عدالتي نظام- چې له انصافه لرې دی- د اصلاحاتو په مخکې هیڅ خنډ پاته نه دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG