د سعودي عرب په مشرۍ کې په یمن کې جنگېدونکي پوځي ائتلاف ویلي د سعودي عرب د تېلو په کارخانو حملو کې ایران وسلې استعمال شوې دي خو دغه وسلې د یمن څخه نه دي چلول شوي.
د یمن ایران پلوه هوثي باغیانو د خالي، شنبې، په ورځ د سعودي عرب په بقیق او خرېص کې د تېلو په کارخانو د حملو ذمه واري منلې ده. باغیانو ویلي حملې یې په ډرون جهازونو کړې دي.
د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د گل، دوشنبې، په ورځ د ایران دا دعوه کړه چې گنې تهران د سعودي عرب د تېلو په اسانتیاو حملو کې لاس نه لري.
صدر ټرمپ په ټوېټر خپل پېغام کې وویل ایران د امریکايي ډرون په اړه هم دروغ ویلي وو چې امریکايي ډرون یې په ایراني فضايي سرحد کې دننه غورځولی و. صدر ټرمپ هغه ډرون یادولو چې د جون په میاشت کې ایران غورځولی دی. ایران وايي ډرون ایراني سرحد کې داخل شوی و خو امریکايي مامورین د ایران دغه دریځ ردوي.
صدر ټرمپ د گل، دوشنبې، په ورځ وویل کتنه به دا وي چي آیا ایران د سعودي عرب د تېلو په کارخانو د حملو په اړه دروغ وايي او که نا؟ "اوس دوی وايي چې د سعودي عرب د حملې سره یې هیڅ کار نشته. وبه کتل شي؟"
د امریکې خارجه وزیر مایک پامېپیو هم ویلي چې ایران د حملې په شا دی خو ایران د امریکې دغه خبره "بې انتها دروغ" بولي.
د روېټرز خبري ادارې ترمخه، د گل، دوشنبې، په ورځ د سعودي ائتلاف ترجمان کرنل ترکي الملکي په ریاض کې یوې خبري غونډې ته وویل د سعودي عرب د تېلو په کارخانو د حملو په اړه ابتدايي موندنې ښيي په حملو کې ایراني وسلې استعمال شوي خو دغه وسلې د یمن څخه نه دي چلول شوي.
ښاغلي الملکي وویل "څه رنگ چې د هوثي ملیشې دعوه ده، ترهگر حمله د یمن څخه نه ده شوي." هغه وویل په دې اړه پلټنې روانې دي چې د حملو ځای معلوم کړي.
د اتوار، یکشنبې، په ورځ صدر ټرمپ وویل امریکايي ځواکونو د سعودي عرب د تېلو په کارخانو حملو ته ځواب ورکولو ته تیاری نیولی دی. صدر ټرمپ وویل د سعودي عرب د تېلو په اسانتیاو د حملو ځواب دپاره امریکايي ځواکونه "لاکډ اېنډ لوډېډ" دي، چې دا مطلب ترې اخیستل کېدلی شي چې امریکايي ځواکونو خپلې ټوپکې ډکې کړې دي او لېندې یې پرې راښکلي دي.
د خالي، شنبې، په ورځ د سعودي عرب د تېلو په دوو کارخانو حملو دلاسه د سعودي عرب د تېلو په پېداوار کې پنځه اشاریه اووه مېلین بېرله کمی شوی چې د هېواد د تېلو د پېداوار د نیمايي نه زیاته او د نړۍ د تېلو د پېداوار پنځه فیصد برخه ده.
اېسوسي اېټډ پرېس خبري اداره وايي امریکايي چارواکو په خلا کې د موجودو سیارو نه اخیستل شوي تصویران شریک کړې دي چې د هغوی په قول ښايي دغه حملې یا د عراق او یا د ایران څخه شوې دي.
مایک پامپېیو د یمن د هوثي باغیانو دا دعوه کړې چې د سعودي عرب د تېلو په کارخانه حمله دوی کړې ده.
ایران ویلي دا "انتهايي دروغ" دي چې ایران د سعودي عرب په کارخانو د حملو په شا ایران دی.
په بقیق او خریص کې د سعودي عرب د تېلو په کارخانو په حملو کې د چا مرگ ژوبلې رپورټ مخې ته نه دی راغلی خو په نتیجه کې یې په کارخانو اورونه ولگېدل.
په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي له امله په نړیواله کچه د تېلو قیمتونه پورته شول خو بیا راښکته شول.