لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وایټ هاوس: اسرایل او سعودي عرب سفارتي تعلقات قایمولو ته نه دي نژدې


لېون په دې اړه د څه وېلو نه ډډه وکړه چې د امریکې صدر جوبایډن او د سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان به اینده میاشت په نوي دلي کې د جي ټونټي د سر مشریزې غونډې په څنګ کې ملاقات کوي
لېون په دې اړه د څه وېلو نه ډډه وکړه چې د امریکې صدر جوبایډن او د سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان به اینده میاشت په نوي دلي کې د جي ټونټي د سر مشریزې غونډې په څنګ کې ملاقات کوي

د امریکې د قومي سلامتیا مشیر جېک سولېن دا خبرونه رد کړي چې وايي اسرایل او سعودي عرب تعلقات قایمولو ته نژدې شوي دي.

واشنګټن په منځني ختیځ کې د خپلو دواړو ملګرو ترمنځ تعلقات د برابرولو دپاره کوښښونه کوي.

سولېون د نهې، سه شنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل د اسرایل او سعودي عرب د تعلقاتو په اړه په بحثونو کې د ټولو عناصرو کې پرمختګ لا پاتې دی.

په تېرو څو میاشتو کې سولېون او د هغه مرستیالانو د سعودي عرب او اسرایلي چارواکو جدا جدا مذاکرات کړي دي چې د یوې معاهدې دپاره چوکاټ برابر کړي.

امریکايي مشیر وویل د اسرایل او سعودي عرب ترمنځ امن به لوی پرمختګ وي او په بنیادي توګه به د امریکې په ګټه وي. هغه زیاته کړه چې د اسرایل او سعودي عرب ملګرتیا \به منځني ختیځ د یو بل سره زیات ونښولوي، په سیمه کې به ثبات قایم کړي او د سيمې ملکونه به د یو پل سره د امنیت، د اقتصاد او ټېکنالوجۍ په مدونو کې همکاري کولی شي.

سولېون په دې اړه د څه وېلو نه ډډه وکړه چې د امریکې صدر جوبایډن او د سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان به اینده میاشت په نوي دلي کې د جي ټونټي د سر مشریزې غونډې په څنګ کې ملاقات کوي.

د اسرایل او سعودي عرب د تعلقاتو په اړه بحث د امریکې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د حکومت په مهال پس له هغې شروع شو کله چې د ابراهېمي معاهدو نومې لوظ نامو په ترڅ کې متحده عرب اماراتو، بحرین او مراکش اسرایل تسلیم کړو.

د ابراهېمي معاهدو راهسې د اسرایل او سعودي عرب په تعلقاتو کې بهتري لیدل کېږي. په کال ۲۰۲۲ کې سعودي عرب د اسرایل نه پروازونو ته خپل سرحد پرانېستلو او د امریکې صدر جوبایډن د تل ابیب نه نېغ په نېغه ریاض ته سفر وکړو.

د وي او ای رپورټ وايي په داسې حال کې چې سعودي عرب او د اسرایل د تعلقاتو په اړه مذاکرات دوام لري، فریقینو په دې اړه څه معلومات نه دي شریک کړي خو ځینو مطبوعاتي رپورټونو د ممکنه معاهدې څه خدوخال څرګند کړي دي.

اسرایل غواړي چې د ایران په مخه نیولو کې د سعودي عرب ملاتړ ترلاسه کړي. د سعودي عرب او اسرایل معاهده به د انډونېشیا او ملېشیا په شان نورو ملکونو دپاره هم لاره هواره کړي چې اسرایل تسلیم کړي.

ریاض غواړي چې واشنګټن ورته د ایران په ضد د دفاع ضمانت ورکړي او په غیر پوځي اېټمي پروګرام کې ورسره مرسته وکړي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالې پېټسي وېدا کستوارا د رپورټ نه اخیستل شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG