په سعودي عرب کې د لبنان وزیراعظم سعد حریري د وزیراعظمۍ نه د استعفا ورسته د لبنان او سعودي عرب ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی او سعودي عرب، کویت او بهرین خپلو شهریانو ته لبنان نه په بیړنۍ توگه د وتلو هدایات جاري کړي دي.
سعودي حکومت د زیارت، پنجشنبې، په ورځ خپلو شهریانو ته لبنان نه په سمدستي توگه د وتلو امر وکړو.
بهرین او کویت هم د زیارت، پنجشنبې، په ورځ خپلو شهریانو ته لبنان نه د وتلو هدایات جاري کړل. د کویت خارجه وزارت وویل دا گام د احتیاط په توگه اخېستل شوی دی.
په عین حال کې د امریکې خارجه وزارت، سټیټ ډپارټمنټ په سعودي عرب او لبنان غږ وکړو چې خپله کشاله دې نوره نه تاوجنه کوي.
د سټیټ ډپارټمنټ ترجمانې هیدر ناورټ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ یو خبري ناستې ته وویل د سعودي عرب او د لبنان ترمنځ د حالاتو جاج اخیستل کیږي او دا چې په ریاض کې یو امریکايي سفارتکار د ښاغلي حریري سره لیده کاته کړې دي.
د فرانس صدر ایمینول میکرا هم په ناڅاپی سفر د زیارت، پنجشنبې، په ورځ سعودي عرب ته لاړ او د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان سره یې لیده کاته وکړل. د سعودي عرب سرکاري خبري ادارې ترمخه، دواړو په منځني ختیځ کې د ورستي حالاتو، سېمې د ثبات او امنیت په موضوع خبرې اترې وکړې.
سعد حریري د خالي، شنبې، په ورځ د سعودي عرب نه اعلان وکړو چې د وزیراعظمې د چوکۍ نه استعفا ورکوي. خو ددغه اعلان ورسته هم هغه هیواد ته بیرته نه دی تللی.
ویل کیږي چې سعد حریري په سعودي عرب کې نظر بند کړی شوی دی. د لبنان د ایران پلوه حزب الله ډلې پرضد سعودي عرب د سعد حریري او د هغه د حمایت کونکو ملاتړ کولو.
ویل کیږي چې په لبنان کې د حزب الله زیاتیدونکي نفوذ په ردعمل کې د سعد حریري سعودي حمایت کونکو هغه مستعفي او بیا نظر بند کړو خو سعودي حکومت دا خبره ردوي چې سعد حریري یې په استعفا مجبور کړی دی.
په لبنان کې د سعد حریري گوند غوښتنه کړې چې هغه دې هیواد ته بیرته راشي.
د فیوچر پارټي په نوم د گوند مشرانو د زیارت، پنجنشبې، په ورځ د یوې غونډې ورسته یو بیان کې وویل د لبنان د وقار او عزت د بحالولو لپاره ضروري ده چې سعد حریر بیرته هیواد ته راشي.
د ایسوسي ایټډ پرېس خبري ادارې د رپورټ ترمخه د سعد حریري د گوند دغه بیان پخواني خارجه وزیر فواد سینورا ولوستلو او د بیان نه داسې ښکاریده چې گنې سعد حریري د خپلې مرضۍ پرضد په سعودي عرب کې ایسار کړی شوی دی.
د سعودي عرب نه د استعفا د علانولو په بیان کې سعد حریري په خپل حکومت شریکې اتلافي ډلې حزب الله باندې الزام ولگولو چې لبنان یې یرغمل نیولی دی.
سعودي عرب حزب الله خپل دښمن گڼي او د لبنان په حکومت کې د ډلې شرکت ته د جنگ اقدام نوم ورکوي.
د لبنان صدر مایکل عون ویلي ترڅو یې د سعد حریري سره نیغ په نیغه لیده کاته نه وي کړي د هغه استعفا به نه قبلوي.