لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فساد په تور نیول شوی سعودي شهزاده الولید طلال څوک دی؟


شهزاده طلال د منځني ختیځ د سترو بډایانو په ډله کې راځي. پردی سربیره د شهزاده الولید پانگه په سټي گروپ او د نړۍ په یوشمیر سترو هوټلونو کې هم لگول شوېده
شهزاده طلال د منځني ختیځ د سترو بډایانو په ډله کې راځي. پردی سربیره د شهزاده الولید پانگه په سټي گروپ او د نړۍ په یوشمیر سترو هوټلونو کې هم لگول شوېده

د سعودي عربستان د حکومت لخوا د فساد په تور د نیول شویو ۱۱ شهزادګانو او ۳۸ پخوانیو چارواکو او سوداګرو په ډله کې شهزاده الولید بن طلال هم نیول شویدی.

شهزاده طلال د سعودي عربستان یو نامتو ملیاردر دی چې په ټویټر، اپل او د روپرت مرډاک په کمپینو کې يې پانگونه کړې ده.

شهزاده طلال د منځني ختیځ د سترو بډایانو په ډله کې راځي. پردی سربیره د شهزاده الولید پانگه په سټي گروپ او د نړۍ په یوشمیر سترو هوټلونو کې هم لگول شوېده.

طلال په پاریس، لندن، او نیارک کې په یوشمېر سترو هوټلونو لکه فور سیزن، جیورج وي، سیوي او یو شمېر نورو کې هم ونډې لري.

هغه په دې وروستیو کې له مصري چارواکو سره د ۸۰۰ میلیونو ډالرو په لګښت د سمندر د غاړې د یوه تفریحي ځای د جوړولو قرارداد هم لاسلیک کړی و.

نوموړي یوه وخت په خبري برخه کې تر ټولو زیات سوداګریزې ونډې (سټاکس) درلودل چې کابو شپږو فیصدو ته رسېدي. هغه بیا له دغو ونډو څخه زیاتې وروسته خرڅې کړې.

نوموړي په سعودي بانک کې هم ۱۶ فیصده ونډه لري.

نوموړي ته د منځني ختیځ وارن بفېټ (امریکايی وتلي میلیاردر) نوم وکړل شوی.

شهزاده الولید په سعودی عربستان کې د نورو په نسبت د ښځو د حقوقو زیاته پلوي کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG