لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي عرب په رېسټورانټونو کې د ښځو او سړو دپاره د بېلو بېلو دروازو پابندي ختمه کړه

سعودي ولي عهد محمد بن سلمان
سعودي ولي عهد محمد بن سلمان

په سعودي عرب کې په رېسټورانټونو کې د ښځو او سړو دپاره د دننه تلو دپاره بېلې بېلې دروازې وي خو سعودي حکومت د دغه پابندۍ د ختمولو اعلان کړی دی.

د سعودي عرب د میونسپل یا د ښاروالۍ او کلي والو چارو وزارت د رېسټورانټونو په اړه دغه اعلان د اتوار، یکشنبې، په ورځ په ټوېټر وکړو.

په سعودي عرب کې اکثر رېسټوراټونه د ښځو او کورنیو او د سړو د کښېناستو دپاره بېلې بېلې برخي لري او عام دستور دا دی چې سړي او ښځې په بېلو بېلو دروازو رېسټورانټونو ته ننوځي.

په سعودي عرب کې غیر محرم ښځې او سړي په عامو ځایونو کې د یو بل سره نه یواځای کېږي. په حکومتي تعلیمي ادارو کې مېرمنې او سړي په بېلو بېلو څانگو کې زدکړې کوي.

خو په ورستي وختونو کې سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د ښځو او سړو په اړه په دغو قوانینو کې نرمي کړې ده. ښځې او سړي او د موسیقۍ د پروگرامونو او د لوبو مقابلو په رنگ د گڼې گوڼې ځایونو کې یوځای کېدلی شي او په سینماگانو کې یوځای فلمونه هم کتلی شي.

محمد بن سلمان د پولیس اختیارات هم په دې لړ کې کم کړې دي.

XS
SM
MD
LG