د سعودي عرب حکومتي چارواکو هغه امریکايي ښځه نیولي چې د خپلې اته کلنې لور ترڅنګ د سعودي عرب نه وتله. اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي سعودي مامورینو د امریکايي مېرمن د نیولو ګام د هغې د سعودي عرب د پخواني خاوند په درخواست اخیستی دی.
امريکايي چارواکي وايي کارلې مورېس د کلنو راهسې په دې کار لګيا ده چې د سعودي بادشاهت نه خپله لور بهر اوباسي خو پخوانی خاوند يې مخالفت کوي.
د امريکايي چارواکو او په منځني ختيځ کې د غير قانونه نيول شوو خلکو د پاره کارکونکې ادارې فريډم اينيشيټيو د ورکړل شوو معلوماتو تر مخه کارلې مورېس د بوريدا ښار پوليسو د ګل/دوشنبې په ورځ راغوښتلې وه او لا ورسره بندي ده.
حکومتي چارواکي وايي سعودي عرب ورته منلي چې مورېس يې بندي کړې چې د خپلې اته کلنې لور سره د ملک نه وتله خو دا سفر ورته د سعودي عرب هغې قانون نور ګران کړی چې د سړي د سرپرستۍ نه بغير داسې نه شي کولی.
مورېس په تېرو څو مياشتو کې په ټوېټر ليکل کړي او د خپلو حالاتو ذکر يې پکې کړی.
د امريکا د خارجه چارو وزارت وياند نېډ پرايس تېره ورځ ويلي “په رياض کې زمونږ سفارت په دې کار بوخت دی او هر څه د نزدې نه څاري”.
په واشنګټن کې د سعودي عرب سفارت او د خارجه چارو وزارت هغې ايميلونو ته ځواب نه دی ويلی چې ترې د مورېس په اړه پوښتنې شوي.
د محمد بن سلمان په واک کې سعودي عرب په خصوصي توګه د هغه سعوديانو چې په غرب کې مېشت دي او که هغه امريکايان دي خلاف سخت ګامونه پورته کوي چې ياد بادشاهت يې خپل مخالفين ګڼي.
په اګست کې سعودي عدالت يو دوه اويا کلن امريکايي سعودي ته چې په فلورېډا کې ميشت دی په دې جرم د شپاړس کاله قيد سزا ورکړې چې په خپل ټوېټر پاڼه يې په سعودي حکومت تنقيد کړی و.
د فريډم اينيشيټيو د مقدمې منتظم بېتني الحيدري لخوا د ورکړل شوو معلوماتو تر مخه مورېس په کال 2019 کې سعودي عرب ته په دې غرض تلې وه چې خپله لور د پخواني خاوند د کورنۍ سره ليدلو کتلو ته بوځي. د مورېس لور هم امريکايي شهريت لري.
الحيدري وايي سعودي عرب د سړي د سرپرستۍ قانون ښايي چې نه يواځې د مورېس لور دې په سعودي عرب کې پاتې شي بلکې په مورېس هم دا بندېز لګوي چې هغه په خپل سر د ياد هېواد نه سفر وکړي.
مورېس په تېرو ورځو کې په خپل ټويټ کې هغه ښځو ته خبرداری ورکړی و څوک چې خپل بچي د بهر هېوادونو نه سعودي عرب ته بوځي.
د امريکا ولسمشر جو بايډن چې کله د انتخابونو مهم چلولو نو ژمنه يې کړې وه چې د سعودي شهزاره به د بشري حقونو د پايمالولو په سر په نخه کوي خو ولې اوس د سعودي عرب نه غوښتنه کوي چې نړيوال مارکيټ ته دې نور تېل ورسوي او د دواړو سټريټيجېک ملګرو هېوادونو تر منځ د واټن په کمولو کار کوي.
د فريډم اينيشيټيو د تحقيق څانګې ډاريکټر ايلېسن ميک مينس وايي “د امريکايي ښځې بندي کول يو بل ثبوت دی چې سعودي عرب نه امريکا او نه يې اتحاديانو ته کوم اهميت ورکوي.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي