د ماشومانو د ژغورنې نړیواله اداره سېو دي چلډرن وایي په افغانستان کې هره میاشت شاوخوا 60 کسان چې وایي اکثره یې ماشومان دي په مځکه کې د ښخو ماینونو او ناچادو توکو په چاودونو کې مړه کیږي یا معذوره کیږي.
د اپریل څلورمه په نړۍ کې تر مځکې لاندې ماینونو له خطرونو څخه د ژغورلو د پوهاوي او د ماینونو پاکولو په چارو کې د مرستې د ورځې په توګه نمانځل کیږي.
د افغانستان لپاره د «سېو دي چلډرن» ادارې مشر ارشد ملک د سې شنبې- نهې په ورځ په یو رپوټ کې ویلي نړیواله ټولنه او په افغانستان کې واکمن چارواکي باید د جګړې د پاته چاودېدونکو موادو پاکولو او نورو خطرو ختمولو ته لومړیتوب ورکړي:
"افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هیوادونو څخه دی چې په ماینونو تر ټولو ډېر ککړ دي او په درو کې دوې برخې ولسوالۍ یې ناچاودلو توکو اغېزمنې کړې دي".
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ اداره «اوچا» په خپل یو رپوټ کې وایي، د افغانستان د 401 ولسوالیو په درو کې دوې برخې په ماینونو او چاودېدونکو توکو ککړې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره "یوناما" وایي په دې هېواد کې د تېرو څو لسیزو په جګړو کې تر مځکې لاندې ماینونو د چاودنو له کبله تر 45,000 پورې افغانان مړه یا ټپیان شوي دي.
یوناما د اپریل پر څلورمه پر خپل ایکس [مخکیني ټویټر] په یو رپوټ کې ویلي، د ماین پاکولو د ټیمونو د هڅو په نتیجه کې تر اوسه په افغانستان کې تر 3,000 مربع کیلومیټره له زیاتې مځکې ماینونه او ناچاوده توکي پاک شوي دي خو وایي له دغو توکو لا هم د خلکو په ځانګړي ډول د ماشومانو ژوند ته خطر دی.
سېو دي چلډرن وایي په افغانستان کې ماشومان د جګړې له پاتو چاودېدونکو موادو څخه تر ټولو زیات اغېزمن دي ځکه چې وایي یو د دوی فطرت تلوسې او له کورنیو سره په ګټه وټه کې برخې اخیستو دوی اړ کړي چې اوسپنیزې ټوټې ټولې کړي.
دا اداره وایي سېو دي چلډرن او د دوی همکاران د افغانستان په 18 ولایتونو کې بېلابېل پروګرامونه لري، چې په هغه کې د ماشومانو د ژغورنې پروګرام د یوې برخې په توګه د ناچاودو وسلو د خطرونو په اړه د خلکو پوهه زیاتوي او ماشومان ته مهارتونه او پوهه ورکوي چې ځانونه او نور له زیانونو وژغوري.
ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې تر درې زره مربع کیلومیټره زیاتې مځکې څخه د ماینونو او ناچاودو توکو له پاکولو سره سره لا هم په دغه هیواد کې ماینونه او ناچاودي توکي د خلکو په ځانګړي ډول د ماشومانو ژوند ته خطر پېښوي.
د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش هم د ماینونو له خطره د ژغورنې د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپل ایکس غوښتنه کړې چې هېواد په هېواد او ټولنه په ټولنه باندې نړۍ د ماینونو له خطره په یو ځل او د ټولو لپاره پاکه کړل شي:
"مځکني ماینونه، چاودېدونکي توکي او د جګړې په پاته شوني له افغانستانه تر سوډانه بیا تر اوکراین او غزې پورې په مخامخ توګه د هغو میلینونو کسانو ژوند ته خطر پېښوي چې له جګړې سره مخ دي".
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ ادارې «اوچا» د تېر 2023م کال په نیمايي کې په یو رپوټ کې ویلي وو، چې درې میلینه افغانان په هر کیلومیټر کې له ماینونو، ناچاودو توکو او د جګړې له پاته شونو سره ژوند کوي.
اوچا ویلي د نورو ولایتونو په نسبت په ارزګان، کندوز، هلمند، کندهار، کونړ، بادغېس، فاریاب، ننګرهار، غزني، فراه، میدان وردګ، او سمنګان ولایتونو کې خلک د ماینونو او ناچاودو توکو له خطر سره ډېر مخ دي.
د مارچ پر 31مه هم د غزني په ګیرو ولسوالۍ کې د تېرو جګړو د یوې پاته شوې مرمۍ په چاودنه کې نهه ماشومان مړه شوي وو، په همدې ورځ په هرات کې هم د ماین په چاودونه کې یو ماشوم مړ شوی او پینځه تنه نور ټپیان شوي وو.
Forum