لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپريم کورټ په پښتونخوا او پنجاب کې د انتخاباتو په ځنډېدو د الېکشن کمېشن نه ځواب غوښتی


تحریک انصاف ګوند عدالت ته خواست کړی چې د الېکشن کمېشن د اتم اکتوبر د انتخاباتو کولو پرېکړه غېر قانونه وګرځوي
تحریک انصاف ګوند عدالت ته خواست کړی چې د الېکشن کمېشن د اتم اکتوبر د انتخاباتو کولو پرېکړه غېر قانونه وګرځوي

د پاکستان سپريم کورټ په خېبرپښتونخوا او پنجاب صوبو کې د انتخاباتو وروسته کولو په اړوند د الېکشن کمېشن نه ځواب غوښتی او مرکزي حکومت، خېبرپښتونخوا و د پنجاب صوبې ګورنرانو ته یې نوټسې جاري کړي دي.

د وي او اې اردو د خبر ترمخه پاکستان تحریک انصاف ګوند په خواست د سپريم کورټ د چیف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ د پينځه ججانو ډلې اورېدنه کړې ده.

تحریک انصاف ګوند عدالت ته خواست کړی چې د الېکشن کمېشن د اتم اکتوبر د انتخاباتو کولو پرېکړه غېر قانونه وګرځوي.

عدالت ته په خواست کې ویل شوي چې د سپريم کورټ د امر ترمخه دې په ۳۰م اپرېل په پنجاب کې انتخابات وشي.

د تحریک انصاف وکیل عدالت ته د انتخاباتو د نېټو بدلېدو په اړوند احوال وړاندې کړی او ويلي يې دي په ايين کې الېکشن کمېشن واک نه لري چې نېټه بدله کړي او ايين د ۹۰ ورځو نه د زياتې نېټې ورکولو اجازت نه ورکوي.

د تحریک انصاف وکیل علي ظفر بيا عدالت ته د الېکشن کمېشن او انتخاباتو سره اړونده نور موضوعاتو باندې هم خپل دلايل وړاندې کړي دي.

چيف جسټس عمر عطا بنديال ویلي چې ايا الېکشن کمېشن کولی چې د صدر لخوا ورکړی شوې نېټه ختمه کړي، په دې اړه د سپریم کورټ کومه پرېکړه نشته.

چیف جسټس بیا ويلي چې په ملک کې د انتخاباتو د نېټو غځېدو مثالونه موجود دي د بېنظير بهټو د وژنې د پېښې وروسته انتخابات وروسته شوي وو، هغه وخت تاريخ غځېدل چا نه وو چېلنج کړي. او په ۱۹۸۸ کې د نظام حکومت د بدلېدو له امله هم انتخابات وروسته شوي وو.

وورسته سپريم کورټ اورېدنه سبا د نهې د ورځې پورې ځنډولې، مرکزي، د خېبرپښتونخوا او پنجاب حکومتونو ته یې نوټسې جاري کړي دي او د الېکشن کمېشن نه یې هم ځواب غوښتی دی.

د سپريم کورټ په حکم الېکشن کمېشن روانه مياشت په پنجاب کې د انتخاباتو دپاره د ۳۰م اپرېل نېټه اعلان کړې وه. خو تېره اوونۍ یې بيا ويلي چې د امنیت له امله امنيتي ادارې د انتخاباتو دپاره شتون نه لري ځکه یې د انتخاباتو د اکتوبر په مياشت کې کولو اعلان کړی وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG