د پاکستان سپريم کورټ د شپږو ججانو بنچ په اکثريت سره فېصله واوروله، او په پوځي عدالتونو کې د ملکي خلکو ضد قضيو اورېدنو ودرولو فېصله یې معطل کړه. په 23م اکتوبر د پاکستان سپريم کورټ د پينځه ججانو بنچ په پوځي عدالتونو کې د ملکي خلکو ضد د قضيو اورېدنې غیرقانونه ګرځولې او د دفاع وزارت بيا دغه فېصله چېلنج کړې وه.
د پاکستان د ځايي رسنیو ترمخه، په پوځي عدالتونو کې د ملکي خلکو پرضد د قضيو اورېدنې په حواله نن په انټرا کورټ خواستونو باندې د جسټس طارق مسعود په مشرۍ د شپږو ججانو ډلې اورېدنه وکړه او فېصله یې واوروله.
د شپږو کسانو په بنچ کې شاملو ججانو کې جسټس مسرت هلالي د فېصلې مخالفت کړی دی.
د نومبر په میاشت کې د دفاع وزارت لخوا په انټرکورټ اپیل کې غوښتنه شوې وه په پوځي عدالتونو کې په پوځي تاسیساتو په بریدونو کې د ککړو کسانو د محاکمې په اړه د سپریم کورټ پرېکړه دې ناچله وګرځول شي.
د دفاع وزارت لخوا په شوې اپیل کې ویل شوي وو د سپریم کورټ پینځه کسیز بینچ چې په کومو خواستونو فیصله کړې وه هغه د اورېدنې جوګه نه وو.
له دغې وړاندې د نومبر په 14مه د پاکستان سېنېټ د سترې محکمې د پرېکړې پر ضد قرارداد منظور کړی وو.
د 23م اکتوبر په فېصله کې عدالت ويلي وو، عدالت ته چې د کومو 102 کسانو نوملړ وړاندې کړی شوی د هغو پرضد پوځي عدالتونو کې روانې اورېدنې دې په ملکي عدالتونو کې وچلول شي.
عدالت حکم کړی وو، د نهمې مې د پېښو وروسته درج شوې مقدمې دې بيرته فوجداري عدالتونو ته ولېږل شي.
په نهمه مې د غبن په قضیه کې د عمران خان د نيولو وروسته په دغه ورځ او لسمه مې د تحریک انصاف غړو د ملک په لويو ښارونو کې قهرجنې مظاهرې کړې وې، په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور ورغلي، اورونه یې اچولي، ګاډي یې مات کړي او د ملک په نورو برخو کې هم سرکاري ودانيو ته د تاوانونو اړولو تورونه پرې لګول شوي وو.
عمران خان ويلي وو، په حقيقت کې په نهمه مې د دوی پرضد سازش شوی وو.
د پاکستان تېر حکومت ويلي وو د نهمې او لسمې مې د پېښو په تورونو کې یې د زرګونو په شمېره کې کسان نيولي او په پوځي، دفاعي ودانيو بريد کوونکو ضد به په پوځي عدالتونو کې مقدمې چلولی شي.
د جون په میاشت کې د پاکستان پوځ ویلي وو، د یو لېفټننټ جنرل په شمول درې پوځي افسران په دې الزام له دندې څخه لرې کړی شوي چې د مې په میاشت کې د پخواني وزیراعظم عمران خان د ګرفتارۍ خلاف مظاهرو کې د تشدد په مخنیوي کې ناکامه شوي وو.
د پوځ ترجمان مېجر جنرل احمد شریف چودهري په 26م جون يو خبري کانفرنس کې ويلي وو، د نورو 15 افسرانو خلاف ګامونه مکمل کړی شوي دي.
پوځي وياند ويلي وو، د عمران خان د ګرفتارۍ خلاف د می په نهمه نېټه د احتجاجونو په مهال په تشدد کې په مبینه توګه د ککړو 102 کسانو مقدمې په پوځي عدالتونو کې شروع شوي دي.
پوځي عدالتونو کې د ملکي خلکو ضد قضيو اورېدنو خلاف پخواني چيف جسټس جواد اېس خواجه، د پاکستان تحریک انصاف مشر او پخواني وزيراعظم عمران، قانون پوهه بېرسټر اعتزاز احسن، سپريم کورټ بار اېسوسي اېشن او نورو څو کسانو خواستونه کړي وو.
پاکستان کې د بشري حقونو فعال، ځينې سياسي مشران او وکيلان په پوځي عدالتونو اعتراض لري او وايي د نهمې مې د ورانکارۍ او تشدد په پېښو کې ککړو ټولو کسانو مقدمې دې په پوځي نه بلکې په سېول عدالتونو کې وچلولی شي.
Forum