لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سکاټ لینډ کې به ښځې په ماهوارۍ (حېض) کې د استعمال توکي وېړیا ترلاسه کولی شي


د نوي قانون تر مخه به سکولونه، کالجونه، پوهنتونونه او ټولې حکومتي ادارې دا يقيني کوي چې په واش رومز یا تشنابونو کې هغه څيزونو موجود وي چې د ښځو په مياشتنۍ ناروغتيا کې پکاريږي
د نوي قانون تر مخه به سکولونه، کالجونه، پوهنتونونه او ټولې حکومتي ادارې دا يقيني کوي چې په واش رومز یا تشنابونو کې هغه څيزونو موجود وي چې د ښځو په مياشتنۍ ناروغتيا کې پکاريږي

په سکاټ لينډ کې په هغه نوي قانون عمل شروع شو چې ترمخه به يې ښځې د ماهوارۍ یا میاشتنۍ دورې (حېض) په مهال د استعمال څيزونه په پېسو نه اخلي او وېړیا به ترلاسه کولی شي.

حکومتي چارواکو ويلي سکاټ لينډ وړومبی هېواد دی چې ښځو ته د ماهوارۍ ضرورتونو پوره کولو ته وېړيا لاس رسی ورکوي.

د نوي قانون تر مخه به سکولونه، کالجونه، پوهنتونونه او ټولې حکومتي ادارې دا يقيني کوي چې په واش رومز یا تشنابونو کې هغه څيزونو موجود وي چې د ښځو په مياشتنۍ ناروغتيا کې پکاريږي.

د سکاټ لينډ حکومت د کال 2017 نه راپه دېخوا په ميلنونو پونډونه خرڅ کړي چې جينکو ته په تعليمي ادارو کې ويړيا ټيمپنز او پيډونه ورکړي خو دا اوس يو قانوني ضرورت وګرځولی شو.

د موبايل فون د يو خاص ايپ د لارې هم خلک کولی شي د نزدې لايبرېرۍ یا د ولسي غونډو د مرکز نه دا څيزونه ويړيا تر لاسه کړي.

د سکاټ لينډ د سوشل جسټس څانګې سيکرټري شونا روبېسن وايي دا د تفريق ختمولو او احترام ساتلو د پاره بنيادي ګام دی چې هر څوک دغې اړين څيزونو ته لاس رسی ولري.

هغې وويل “دا اوس ډېره مهمه ده چې په داسې وخت کې ښځې د ماهوارۍ د استعمال څيزونه ويړيا تر لاسه کړي ځکه ګرانۍ د خلکو د اخستلو توان د ننګونو سره مخ کړی دی. مونږ نه غواړو څوک هم د دې نه بې برخې پاتې شي.”

دا قانون په کال 2020 کې په متفقه توګه د سکاټ لينډ پارلمان منظور کړی و چې قانوني بېل يې د پارلمان غړې او د ماهوارۍ په وخت کې د ضرورت د څيزونو د ويړيا ورکولو غوښتونکې مونيکا لېنن وړاندې کړی و.

لېنن په خپل يو ټويټ کې ويلي “په سکاټ لينډ کې په دې لاس ته راوړنې فخر کوم. مونږ وړومبي يو خو اخري به نه يو”
سويلي کوريا او نيو زيلينډ هم داسې هېوادونه دي چې په دې اړه يې ګامونه پورته کړي او په ماهوارۍ کې د استعمال ويړيا څيزونه ورکوي چې د غريبو کورنو جينکۍ د ناچارۍ د لاسه د سکول نه غير حاظري نه کوي.

XS
SM
MD
LG