داليکشن کميشن اف پاکستان( اي سي پي) سيکرټري اشتياق احمد خان دجمعې په ورځ دپاکستان په راولپينډۍ ښار کې دپوځ دجنرل هيډکوارټرز دوره کړې اؤ دغلته يې دپوځي چارواکو سره دراتلونکو عامو انتخاباتو لپاره په حفاظتي گامونو خبرې اترې کړي دي.
دپوځ دمطبوعاتي څانگې ( ائي ايس پي ار) لخوا جاري شوي يو بيان ترمخه پوځي چارواکو په دغه موقع داليکشن کميشن اف پاکستان سيکرټري ته دراتلونکو عامو انتخاباتو په مهال دپرامنه ماحول پيدا کولو لپاره دهرممکنه ملاتړ باور ورکړو.
اليکشن کميشن به دامن وامان په اړه دحساسو مقاماتو اؤ حلقو تعين کوي اؤ داليکشن کميشن دراتلونکې غونډې وروستو به يې اعلان کولى شي.
دپاکستان دانتخاباتي کميشن سيکرټري دجمعې په ورځ پوځي چارواکو سره دراتلونکو انتخاباتو په موقع دامنيتي چارو په اړه دغه ليدنه په داسې حال کې کړې ده چې تيره ورځ په پينډۍ کې دپاکستاني پوځ دسرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني ترمينځ دکورکمانډرانو يوه مهمه غونډه وشوه چې پکې هيواد ته په پيښو کورنو اؤ بهرنو چيلنجونو بحث وشو اؤ ددغه ليدنې څخه لږه شيبه وروستو جنرال کياني په اسلام اباد کې صدر اصف علي زرداري سره ليدنه وکړه.
راپورونه وائي ددغه ليدنې په مهال جنرال اشفاق پرويز کياني دهيواد دمخ په خرابيدونکي صورتحال صدر اصف علي زرداري ته دخپلوپوځي کمانډرانو انديښنې بيان کړي اؤ په هغه يې ټينگار کړى چې دامنيت دښه کولو لپاره دې په فوري ډول گامونه واخستل شي.
ددغه ليدنې څخه يوه ورځ وړاندې جنرال اشفاق پرويز کياني دپاکستان ناقراره اقتصادي مرکز کراچۍ ته تللى ؤ اؤ دغلته هغه ته دښار په امنيتي صورتحال احوال تير کړل شوى ؤ.
دايوان صدر سرچينې وائي چې صدر اصف علي زرداري سره ددغه ليدنې په مهال جنرال کياني دکوئټې اؤ کراچۍ داوسنو سترو بمي چاؤدنو وروستو په رامينځته شوي صورتحال اؤ دغيرقانوني تندروه ډلې لشکرجهنگوي په ضد په عملياتو خبرې اترې کړي.
دپوځ سرلښکر دسياسي پارټو دوسله والو څانگو اؤ ترهه گرو ډلو سره دځينو سياسي ډلو تعلقاتو ته گوتنيونه وکړه اؤ په ډاگه يې کړه چې دا په هيواد کې دناقرارۍ اؤ تشدد تر ټولو ستر علت دى.
څيړونکي وائي په داسې حال کې چې دپيپلز پارټۍ حکومت خپلې پينځۀ کلنې ائيني مودې پوره کولو ته نزدې دى، ددغه گوند حکومت نۀ غواړي چې پوځ ته په کورنو امنيتي معاملو کې کوم ستر رول ورکړي.