لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اینټني بلینکن د اوکراین او غزې پر حالاتو د خبرو لپاره راتلونکې اوونۍ يورپ ته سفر کوي


د امريکې د بهرنيو چارو وزير انټني بلینکن راتلونکې اوونۍ د فرانس او بېلجيم د سفرونو منصوبه لري چې د يوکرېن د پاره د روس په ضد او د اسرايل د پاره د حماس په ضد د نزدې اتحاديانو ملاتړ تر لاسه کړي.

د امريکې خارجه وزارت وياند مېتيو مېلر اعلان کړی چې د بهرنيو چارو وزير انټني بلینکن به د فرانس پېرس او د بېلجيم برسلز او ليووېن ښارونو ته د اپرېل د لومړۍ نېټې نه تر ۵مې نېټې سفر کوي چې د نېټو اېتلاف سر خپله ملګرتيا په ډاګه کړي او د نېټو سره ګډې همکارۍ زياتولو او د نړيوال چېلنجونو مخنيوی اوکړي:

"سېکټري بلنکن به فرانس کې د صدر مېکران سره د يوکرېن په ملاتړ خبرې کوي او د يو شمېر نورو کشالو سره سره به په غزه کې په خرابېدونکو حالاتو هم د نوموړي سره غږيږي".

د فرانس صدر مېکران تېره مياشت په دې ويلو سره يوه لانجه راپارولې وه چې روس ته ماتې ورکول ډېر مهم دی او د دې د پاره دې غربي ملکونه يوکرېن ته د ځمکني پوځونو استولو خبره له پامه نه غورځوي. يو داسې وړانديز چې امريکا او جرمني سمدستي رد کړی و.

يو څيړونکي وايس آف امريکا ته ويلي د هغه په خيال مېکران هم کېدی شي لکه د امريکې په شان داسې ويلي وي چې ټولې لارې په پام کې نيول پکار دي،‌ او دا مطلب يې نه وو چې ګني يوکرېن ته په نزديو کې پوځونه واستول شي.

" زما په خيال مونږه د يوکرېن د جنګ د لاسه په سختو حالاتو کې يو، او دا د خرابېدلو او خطرو نوي نوي چېلنجونه مخې ته رواړي،‌ فرانس او امريکا د يوکرېن په ملاتړ کې تر ټولو وړاندې دي، نو ځکه مونږه له پکار ده چې په يوه خله يو، خو زما په خيال د صدر مېکران سره دغه ملاقات کې به د دې خبرې وضاحت اوشي".

روس د شرو په ورځ په شمال غربي ښار خارکيف باندې بمباري کړې، د کال ۲۰۲۲م رهسې په يوکرېن کې د روان جنګ په وخت دا لومړی ځل دی چې روس دغلته هوايي بمبار کړی ، په خارکيف کې په شوې دغه بريدونو کې يو ځايی تن وژل شوی او ۱۶ نور ژوبل دي، او په لويه کچه يې زيان هم کړی.

اېنټوني بلنکن په يو داسې وخت کې د يورپ سفر کوي چې د امريکا لخوا د ترهګر ګرځول شوې ډلې حماس په ضد د اسرايل لخوا په روان جنګ کې د فلسطيني وګړو په مشکلاتو په يورپ او د نړۍ په نورو برخو کې تاو تريخوالی زيات شوی. يو بل څيړونکي وي او ای ته ویلي بلنکن ته به په برسلز او پېرس کې د اتحاديانو خبرې اورېدل ، هغوي ته باور ورکول او د اسرايل د ځان د دفاع ملاتړ جاري ساتلو خبره يوه پېچلې مسله وي.

ماېکل کېمج د امريکې د کېتولک يونيورسټۍ استاد او څيړونکی دی وايي، بلینکن به د اسرايل د پاره د يو مضبوط ملاتړ غوښتنه کوي‌:

"زما په خيال صدر باېډن په دغه خبره کې ډېر واضحه دی، خو د دې سره سره به د يورپ ځينو اندېښنو ته حساسه وي،‌په خاصه توګه د اسرايل د اوږد مهاله تګ لارې او په غزه کې په بشري سرغړونو کې د اسرايل په ککړتيا په معاملو".

د بلینکن او د هغه د همسيالانو تر مينځ به د خبرو اترو بله موضوع د داعش ډلې لخوا نړۍ ته ورپېښې د ترهګرۍ خطرې وي، چا چې تېره هفته په ماسکو کې په يو کنسرټ د بريدونو ذمه واري اخيستې وه. خو روس ويلي وو د دغې بريدونو په شا يوکرېن لاس لري، امريکا د روس دغه تور يوه پروپېګنډه بللې.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG