امريکائي صدر براک اوباما دملي سلامتۍ لوړپوړو مشاورانو سره ليدنه کړې چې پکې ديوولسم ستمبر کال 2001ء دترهه گريزو بريدونو دلسيمې کليزې په لړ کې ديادگاري دستورو په مهال دامنيتي انتظاماتو جاج اخستل شوى.
ددغه غونډې په اړه تفصيلات مخې ته نۀدي راوړل شوي خو دا په داسې حال کې شوې چې امريکائي چارواکو دهاغو خفيه اطلاعاتو څخه وروستو زيات چمتو دي چې پکې وئيل شوي وؤ القاعده دنائن اليون دکليزې په موقعه نيويارک او واشنگټن کې دموټري بمي بريد کولو لپاره په امکاني توگه درې کسان امريکا ته ليږلي دي.
په ټوله امريکا کې دوړاندې څخه سخت امنيتي گامونه اخستل شوي، او دممکنه خطرې په نظر کې نيولو سره نيويارک او واشنگټن کې دپوليس چارواکو په گمارنه کې نوره اضافه هم شوې ده.
دچارواکووينا ده دترهه گريز بريد خطره به داتوار په ورځ ديادگاري دستورو جوړونه نۀ اغيزمنه کوي.
دسپينې ماڼۍ له لوري وئيل شوي دصدر اوباما په ټاکل شوي پروگرام کې کوم بدلون نۀ شي کولى، امريکائي صدر به داتوار په ورځ نيويارک، پينټاگون او ينسلوينيا کې دشيکسول دوره کوي.
چارواکو دخالي په ورځ دواشنگټن سره نزدې دډلس هوائي اډې يوه برخه دشکمنو شيانو دموجوديت داطلاع ترلاسه کولو څخه وروستو بنده کړې وه خو وروستو اعلان وشو چې چارواکو ته ددغه ځايې څخه کوم خطرناک څيز نۀ دى ترلاسه شوى
د نائن اليون د کليزې په مهال امريکا کې سخت امنيتي گامونه