لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې د یوناما د کار موده وغزول شوه، امریکا او طالبانو یې هرکلی کړی


په افغانستان کې د یوناما مشره روزا اوتنبایوا له افغان ماشومانو سره ولاړه ده.
په افغانستان کې د یوناما مشره روزا اوتنبایوا له افغان ماشومانو سره ولاړه ده.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرسته کوونکې ادارې یوناما د کار موده د یوه بل کال لپاره وغزوله، امریکا یې هرکلی کړی او طالبان هم وایي له یوناما سره به د تېر په څېر همکاري کوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د مارچ پر 15مه خپل 2727 (2024) نمبر قرارداد د رایو په اکثریت سره منظور کړ او د یوناما د کار موده یې د 2025م کال د مارچ تر 17مې نېټې پورې وغزوله.

په قرارداد کې په افغانستان کې د یوناما فعالیت د ملګرو ملتونو د نورو ادارو، له افغان ولس سره د مالي مرستو او پروګرامونو د دوام لپاره مهم بلل شوی دی. امنیت شورا په خپل بیان کې پر ټولو اړوندو اړخونو ږغ کړی چې له یوناما سره د خپل کار په برخه کې همکاري وکړي.

امنیت شورا د یوناما د کار مودې له غزېدو سره سره دا غوښتنه هم وکړه چې په هرو درو میاشتو کې دې د ملګرو ملتونو د عمومي مشر انتونیو ګوتېریش رپوټ د افغانستان د حالاتو او د یوناما د کارونو په تړاو دغې شورا ته وړاندې شي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکې استازې لینډا توماس ګرینفیلډ د یوناما د کار مودې غزولو هرکلی کړی او وایي ځکه د دې ادارې کلک ملاتړ کوي چې "امریکا په ژوره توګه" د افغان ولس ملاتړ ته ژمنه ده.

مېرمن ګرینفیلډ په یو بیان کې ویلي د یوناما د کار مودې په غزولو سره امنیت شورا ملګرو ملتونو ته دا توان ورکړ چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې بنیادي لومړیتوبونو ته دوام ورکړي.

د مېرمن ګرینفیلډ په وینا "په دې هېواد کې د پراخ بیړني بشري او اقتصادي بحران کمول، امن او ارامۍ ته وده ورکول، د ټولو اړوندو افغان سیاستوالو او شریکانو تر منځ د خبرو اترو اسانتیا او د ټولو افغانانو خصوصاً د ښځو او نجونو د بشري حقونو او بنیادي ازادیو لپاره د هڅو ملاتړ کول" باید د یوناما په لومړیتوبونو کې وي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د یوناما د مودې غزولو په اړه د امنیت شورا قرارداد ته په غبرګون کې ویلي دا اقدام د افغانستان په ګټه دی، ځکه چې وایي له نورو هیوادونو او ادارو سره اړیکو ته اړتیا لري او یوناما به د اړیکو د ټینګیدو په برخه کې کار وکړي.

مجاهد د طالبانو تر کنټرول لاندې سرکاري رېډیو ټیلیویژن آر ټي اې سره په یوه ږغیزه مرکه کې له یوناما غوښتي چې د سفارتي اړیکو په اړه خپله ذمه واري دې ترسره کړي او کومې مسلې چې لا حل نه دي له هیوادونو سره دې یې د افهام او تفهیم له لارې حل کړي:

"د افغانانو غوښتنه دا ده چې یوناما په ښه ډول استازیتوب وکړي او افغانستان له نړۍ سره ونښلوي، همدا شان د افغانستان پرمختګونه، لاس ته راوړنې، په افغانستان کې امنیت او ثبات نړۍ ته منعکس کړي".

ذبیح الله مجاهد ویلي چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ دې ددغې ډلې حکومت ته وسپارل شي، د افغانستان شتمنۍ دې ازادې کړل شي او د طالبانو پر حکومت دې د بندیزونو او فشار اچولو د "بې ځایه هڅو" مخه ونیول شي.

جاپان د مارچ په میاشت کې د امنیت شورا مشري پر غاړه لري او د یوناما په اړه قرارداد یې وړاندې کړی وو. په امنیت شورا کې د جاپان استازي ویلي دا قرارداد ددې ضمانت ورکوي چې یوناما به په افغانستان کې د څو اړخیزو خطرونو پر وړاندې په کافي او قوي توګه سمبال وي.

هغه وویل په افغانستان کې د ملګروملتونو دفتر ضروري دی ځکه چې وایي نړیواله ټولنه له طالبانو سره د اړیکو او باور جوړولو په لټه کې ده او دا د افغانستان خلکو ته یو قوي پیغام استوي چې ملګري ملتونه د امنیت د شورا په ملاتړ"د هغوی لپاره نه ستړي کېدونکي کار ته دوام ورکړي".

د چین استازي په دې اړه خواشیني څرګنده کړې چې په دغه قرارداد کې په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو په اړه څه نه دي ویل شوي او ویلي یې دي چې له بشري، اقتصادي او د ترهګرۍ له چېلنجونو سره سره په تېرو دوو کلونو کې په دې هېواد کې امنیت ښه شوی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېر کال په 15 مثبتو رایو د یوناما د کار موده د روانې مارچ میاشتې تر 17 نېټې پورې غزولې وه. یوناما له 2002 کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت پیل کړی او امنیت شورا یې هر کال په رایو اچولو سره د کار موده غزوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG