لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ویډیو لوبه او زده کړې: د پاکستان تنکي ځوانانو د کرونا پرضد مبارزې لپاره ویډیو لوبه جوړه کړې 


د پاکستان نهبان خان او کېنان خان یو داسې ویډیو ګېم جوړ کړی چې د کرونا وایرس خوریدو نه خلک خبروي
د پاکستان نهبان خان او کېنان خان یو داسې ویډیو ګېم جوړ کړی چې د کرونا وایرس خوریدو نه خلک خبروي

د کرونا وبا په دې ورځو کې ډیری مور او پلار په دې هڅو کې دي چې ماشومان د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره د روغتیا لارښوونې په پام کې وساتي او ځان د ناروغۍ وساتي. خو د پاکستان دوه تنکي هلکانو د دې د حل لاره راویستلې.

۱۳ کلن نبهان خان او د هغه ۱۴ کلن ورور کینان خان یو داسې ویډیو ګیم جوړ کړی چې خلکو ته د صحت نړیوالې ادارې د لارښوونې سره سم د کرونا وایرس د خوریدو مخنیوي لارې ښایي. لکه د یو بل نه لرې پاتې کیدل یا ټولنیز واټن ساتل، لاسونو د ۲۰ سېکنډونو پورې وینځل او ماسک په مخ کول.

په لومړي ځل د دغه ویډیو ګیم کارونکې ۷ کلنې زینیا نبي ملک وايي: ٫٫ ما د دې نه ځان ساتنه زده کړه، د کرونا علامات او د کوېډ-۱۹ سره تړلې ناسمې خبرې. دا ډیره د خوند لوبه ده.٬٬

د ۷ کلن ماشوم جبران مرتضا بیا دا ویډیو ګیم ځکه خوښ شو چې په دې کې د ګټې وروسته وړاندې مرحلې یا لیول او د ګټې په حساب نمبرې یا پواېنټونه دي. ٫٫ دې ګیم ما ته هغه څه راوښودل چې ماته نه وو معلوم، او هغه دا چې کوم خلک ناروغه وي هغوي ته هم دا وایرس پورې کیدلی شي.٬٬

د نوو زده کړو لار

د ویډیو ګیم جوړونکي دواړه وروڼه وايي د دې جوړولو خیال یې وروسته د هغې راغلو کله چې یې یوه سروی وکتله، چې خلک د کرونا په اړه د ډیرو معلوماتو یاد ساتلو کې مشکل لري. هغه معلومات چې دوي يې په ټي وي ګوري، په ریډیو اوري او یا یې په سوشل میډیا یا ټولنیزو رسنیو ګوري. دوي زیاتوي د دوي‌ ویډیو ګیم خلکو ته د کرونا وبا په اړه ترلاسه شوي‌ معلومات په خپل ځان عملي کولو کې ډیره مرسته کوي. نبهان وايي ٫٫ دا ډیر د اطمینان احساس وي چې خلک زمونږ ویډیو لوبه کوي، څه نوي ترې زده کړي او خوند ترې هم اخلي.٬٬

نبهان او کېنان رسمي سکول ته نه دي تللي.‌ د دوي پلار عزیر خان وايي دوي دا هر څه په انټرنېټ او د انلاېن کالجونو او یونیورسټیو د کورسونو زده کړي. وي او ای ته په رالیږلي ویډیو کې دغه دواړو ویلي : ٫٫ د بنیادي زدکړو واخله، د نمبرو حساب کتاب، ډیزاېن، کوډنګ او اېنیمېشن نه د دې هر څه عملي‌ کولو پورې مونږ دا ټول پخپله زده کړي او بیا مو په تجربو خپله زده کړه پخه کړې.٬٬

عملي زده کړه

د نیو همپشاېر پوهنتون د وېب پاڼې تر مخه دا د زده کړو هغه لار ده چې تاسو د خپلو تجربو نه زده کړه کوۍ، یا خو داسې پراجېکټونه کوۍ او یا دغه شان کارونه ترسره کوۍ. د یو بلې ویب پاڼې سټډي ډاټ کام تر مخه ٫٫ مهارتونه، پوهه او تجربه د روایتي سکولونو د کلاسونو یا صنفونو بهر ترلاسه کیدلی شي. او په دغو کې د څه وخت لپاره چرته کار کول یا انټرنشپونه، بهر زده کړې، د مکتبونو لخوا سفرونه (فیلډ ټریپس)، څیړنې او د خدمتونو د زده کړو پروژې یا پراجېکټې شامل دي.٬٬

دواړه وروڼو په فرورۍ میاشت کې د دغه ویډیو ګېم جوړول شورو کړي وو او بیا یې د اپریل په میاشت کې دغه ویډیو ګیم یا لوبه خپور کړو. د ویډیو ګیمونو یو بل جوړونکی عماد خان وايي په دومره وړوکي عمر کې دا کار لویه هڅه ده. عماد وايي:‌ ٫٫ د دې ویډیو ګېم غوره خبره دا ده چې دا دې تنکو هلکانو تیار کړی.٬٬

د کله نه چې د کرونا وبا د لاسه د ژوند کولو نارمل حالت پورته شوی په ګرده نړۍ کې د دغې وبا سره د مبارزې لپاره هر یو تن خپلې لارې لټولي.

ماشومان عملي ګامونه اخلي

د امریکا جارجیا ایالت نورکروس کې د بروک هېون اینووېشن اکېډمي چارټر سکول ۱۲ کلن اسراېل سمته هم په دې اړه یو داسې ویډیو ګیم جوړ کړی چې پکې معلومات د بلبلو په شکل کې رامخې ته کیږي.

د لندن هرټفورډشاېر پوهنتون د نفسیاتو یو پروفیسر رچرډ واېزمین بیا د ویډیو ګیمونو یو بل جوړونکي مارټن جېکب سره په ګډه یو داسې ویډیو ګېم جوړ کړی چې د کرونا وبا مخنیوي او د دې پرضد مبارزې لپاره د مناسب ټولنیز چلند عملي کولو باندې زیات زور ورکوي.‌

رچرډ وایزمېن راېټرز خبري ادارې سره په خبرو کی ویلي: ٫٫ دا ماته د ځینو ویرونکي اعلانونو نه زیات اثر لرونکی ښکاري. ځکه دغه پیغامونه د ماشومانو د سر د پاسه تیریږي.٬٬

یو بل ویډیو ګیم چې د فاوچي ریوېنج ٫٫ فاوچي غچ٬٬ نومیږي، په امریکا کې د ناروغیو او الرجۍ د قامي ادارې مشر ډاکټر فاوچي په نامه جوړ شوی. ډاکتر فاوچي په امریکا کې د کرونا وبا پرضد مبارزې مشري کوي.

د ویډیو ګیمونو په اړه معلومات لرونکې یوې ویب پاڼې y8.com)) د کرونا وبا سره تړلې لوبو یا ویډیو ګیمونو معلومات هم راغونډ کړي چې په دغو کې سیلي وېز ټو ګېټ انفکټېډ، کرونا کنکر او کل د وایرس هم شامل دي.

د ویډیو ګیمونو صنعت برخه اخستنه

د ویډیو ګېمونو صنعت باندې کله کله دا تورونه هم لګي چې دوي غیر صحي ژوند او ډیر کم جسماني فعالیتونو ته وده ورکوي، خو اوس یې ځان د کروبا وبا د نور خوریدو مخنیوي په زغل کې شامل کړي.

د سویډن موجنګ کمپنۍ د ملګرو ملتونو د پرمختیا پروګرام سره په شریکه د صحت نړیوالې ادارې لخوا د کرونا وبا نه د ځان ساتنې په اړه پیغامونو رسولو کې ځان شریک کړی.‌ موجنګ کمپنۍ د نړۍ تر ټولو مشهور مېنيکرافټ ګیم جوړونکې کمپني ده. د دې تر څنګ د ایکټویژن بلېزرډ، رواېټ ګېمز او ټوېچ په ګډون د ویډیو ګیمونو جوړولو څلوېښتو کمپنیانو په ګډه یو کمپاېن هم پېل کړی. د ملګرو ملتونو د یو پرېس ریلیز تر مخه دغه کمپاېن کې د صحت نړیوالې ادارې مرستې شوي چې د کرونا وایرس د خوریدو مخنیوي په اړه مهم پېغامونه خلکو ته ورسیږي.

ماېکروسافټ بیا د اېکس باکس لوبغاړو ته دا خوښه هم ورکړې چې د کرونا وبا مخنیوي لپاره ملګرو ملتونو،‌ کراوډفنډنګ ساېټ، ګلوبل ګېونګ او یا د اټلانټا سنټر فار ډیزیز کنټرول اېنډ پریونشن سره د پېسو مرسته وکړي.‌

سوني کمپنۍ بیا د کرونا وبا مخنیوي لپاره د دوایانو جوړولو لویو کمپنو، ډاکټرانو- طبي‌ عملې، او هغه استاذانو او زده کونکو د مرستو لپاره د ۱۰۰ میلینه ډالرو د ګلوبل ریلیف فنډ اعلان هم کړی، څوک چې د کرونا واېرس د لاسه اغیزمن شوي او په کورونو کې انلاېن زده کړې کوي.

د ویډیو ګیمونو صنعت په نړۍ کې نژدې ۲.۵ بیلینه خلک کاروي او د کله نه چې د کرونا وایرس د لاسه لاک ډاون یا ټولبند لګیدلی خلک په کورونو کې بند شوي او د ویډیو ګیمونو اخستل او کارول لوړ شوي. خو د اسلام اباد نبهان خان او کینان خان وايي، د دوي ویډیو ګېم بې پېسو دی چې ډیر خلک ترې ګټه پورته کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG