لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دسینیټ دقایمه کمیټۍ غونډه کې دقبایلي ضلعو په امنیتي وضعه اؤ هدفي وژنو اندېښنې ښودل شوي


تیره ورځ دسینیټ دقایمه کمیټۍ په غونډه کې دباجوړ سره تړاؤ لرونکي سینیټر هدایت الله خان قبایلي ضلعو کې دامنیت په ګډوډ صورتحال اؤ هدفي وژنو پوښتنې راولاړې کړې دي اؤ هغه وي او ای ډیوه ته ویلي دي په قبايلي ضلعو کې په دې روستيو کې هدفي وژنې زياتې شوي او د امنيت وضعه خرابه شوې ده

د سینیټ د سېفران دقایمه کمیټۍ غونډه کې دخېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې دامنیت په صورتحال اؤ هدفي وژنو اندېښنې ښودل شوې دي.

تیره ورځ دسینیټ دقایمه کمیټۍ په غونډه کې دباجوړ سره تړاؤ لرونکي سینیټر هدایت الله خان قبایلي ضلعو کې دامنیت په ګډوډ صورتحال اؤ هدفي وژنو پوښتنې راولاړې کړې دي اؤ هغه وي او ای ډیوه ته ویلي دي په قبايلي ضلعو کې په دې روستيو کې هدفي وژنې زياتې شوي او د امنيت وضعه خرابه شوې ده .

نوموړي وويل قبايلي ضلعې چې کله په خېبر پښتونخوا ورګډولی شوې نو د شل زرو نوؤ پوليسو بهرتي کولو او ليويز او خاصدارو ته د تربيې ورکولو ويلي شوي وو، خو لا هم تراوسه هغه نوي پوليس اهلکار نه دي بهرتي کړی شوي.

نوموړي وويل د وسله والو سره د مذاکراتي عمل کوم واضحه تصوير نه ښکاري ، بريدونه زيات شوي او په راتلونکي کې دا نور هم زياتېدی شي، چې ورسره خلکو کې د امنيت په اړه انديښنې سېوا شوي دي.

"زمونږ په خلکو کې ډير لویې تشويش دی، وړاندې به باجوړ کې د شپې ناوخته پورې خلک ګرځېدل، خو اوس د ماښام نه پس سړکونه شاړ پراته وي، دا ځپلې شوې علاقې دي بايد چې امنيت په ځاي کړل شي"

سینیټر هدايت الله زياته کړه دوي کميټۍ ته د خېبر پښتونخوا د پوليسو اعلا چارواکي راغوښتي وو، هغوي ورته ويلي چې قبايلي ضلعو کې دپوليسو د تربيي لړۍ روانه ده، خو دوي سره د فنډونو کمی دی چې نوې بهرتۍ وکړي او د پوليسو کمی پوره کړي۔

ښاغلي هدايت الله وويل په دغه لړ کې يې د کمېټۍ بلې غونډي د خېبرپښتونخوا د خزانې او د منصوبه بندۍ د محکمې چارواکي راغوښتي دي چې د فنډونو د کمې پوره کولو په اړه ورسره خبرې وشي۔

ځايي خلک وايي کله نه چې ټي ټي پي سره خبرې اترې پېل شوي په قبایلي ضلعو کې وسله وال بيا ليدل کيږي، ځايې مشران او دامنيتي ادارو غړي په نخښه کيږي، د بد امنۍ په ضد په باجوړ،خېبر،مومندو،کرم، اورکزۍ او وزيرستان کې احتجاجونه او جرګې هم شوي دي.

ددغو خلکو وېنا وه امنيت ورکول د رياست زمه واري ده، د نامعلومو کسانو په نوم هدفي وژنې دوي ته نورې د منلو وړ نه دي۔

د مومندو سره تعلق لرونکي ځايي مشر جنګريز مومند ډيوه ته وويل د افغانستان سره په پوله د ازغن تار لګېدو باوجود د وسله والو راتګ د سيمې خلک انديښمن کړي دي، دوي نه غواړي چې دامنيت وضعه بيا د وړاندې په څېر خرابه شي۔

"زمونږ خلک بې کوره شوي دي، حجرې، جوماتونه، کورونه او تعليمي ادارې ورانې شوي دي، د بدامنۍ دې لړۍ دوي يو ځل بيا انديښمن کړي دي"

د پاکستان د داخله چارو وزير رانا ثناالله څو ورځې وړاندې ويلي وو "امنيتي ادارې خبر او چمتو دي او هره ورځ به تاسو وينئ چې عمليات کيږي او هغه ترهګر چې ددې ملک امن خرابوي وژل کيږي"

هغه زیاته کړې "داسې هیڅ خبره نشته چې دا ډول ترهګر به پرېښودل کیږي د پاکستان پوځ ددې جوګه دی چې د ملک دفاع د ملک په پولو او ملک کې دننه يقيني کړي "

دا بريدونه په داسې حال کې کيږي چې د ټي ټي پي او دپاکستان حکومت ترمېنځه مذاکرات د ځنډ ښکار شوي دي.

د خېبر پښتونخوا حکومتي چارواکي وايي چې دمذاکراتو لړۍ ختمه شوې نه ده او نه طالبانو د ډز بندۍ د ختمولو اعلان کړی دی خو بيا هم دخېبر پښتونخوا بېلا بېلو سيمو کې بريدونه کيږي او ځینې حملې پکې تحريک طالبان پاکستان مني۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG