لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د سېنېټ کمېټۍ د عمران خان خلاف د مذهب د مبینه سپکاوي د مقدمې جاج اخیستی


تيره مياشت په مسجد نبوي کې د وزير اعظم شهباز شريف پلاوي کې شامل مرکزي وزيران د ځورولو پىېښي په سر د پنجاب د فيصل اباد سيمي په یوه تاڼه کې د پخواني وزير اعظم عمران خان پشمول ١٥٠ تنان په ضد د مذهب د سپکاوي قانون لاندى مقدمه درج شوې ده
تيره مياشت په مسجد نبوي کې د وزير اعظم شهباز شريف پلاوي کې شامل مرکزي وزيران د ځورولو پىېښي په سر د پنجاب د فيصل اباد سيمي په یوه تاڼه کې د پخواني وزير اعظم عمران خان پشمول ١٥٠ تنان په ضد د مذهب د سپکاوي قانون لاندى مقدمه درج شوې ده

د تحريک انصاف ګوند سېنېټر وليد اقبال په مشرۍ کې د سينټ د بشري حقونو قايمه کميټۍغونډه کي د پخواني وزير اعظم عمران خان او د هغه ملګرو په ضد د مسجد نبوي د پيښى په سر د مذهب د سپکاوي قانون لاندې د مقدمې جاج اخیستل شوى دى

د ياد قانون په اړه د وضاحت لپاره د کورنيو او بشري حقونو د وزارتونو اړونده افسرانو تر څنګ د پنجاب پوليس مشر ته هم کميټۍ ته د حاضرېدو حکم شوى و.

د کميټۍ مشر سېنېټر وليد اقبال وي او اى ډيوه ته ويلي غونډه د ډير لنډ وخت په خبرتيا را بلل شوي وه ځکه حکومتي چارواکو په دى اړه د مستندو شمېرو د شرېکولو نه انکار وکړو او دا مالومات هم د حکومتې چاواکو سره نه وو چې د مذهب د سپکاوي قاون د لاندې تر اوسه ټول هيواد کې څومره مقدمات درج شوي دي.

د سېنېټر وليد اقبال په خبره د دې له امله د کميټۍ غونډه وځنډول شوه او حکومتي چارواکو ته امر وشو چې په راتلوونکي غونډه کې دې د کميټۍ ټولو پښتنو ته تفصيلي ځوابونه ورکړي.

د بشري حقونو ځايي او نړيوال تنظيمونه وايي په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي قانون غلط او په ځانګړي ډول د لږکيو په ضد ناوړه کارول کېږي.

د سېنېټ د بشري حقونو قايمه کميټۍ په غونډه کې شريک د واکمن مسلم ليګ نواز ګوند سېنېټر کامران مايٸکل وي او اى ډيوه ته ويلي د دوي نه زيات به څوک د دى قانون د ناوړه اغيزو نه خبر وي ځکه د ډير وخت راهسى غوښتنه کوي چې د دى قانون د شخصي ګټو او ناوړه کاريدو مخنيوي لپاره دې تګلاره جوړه کړى شي

کامران ماٸيکل ووېل دا يواځې د پارليماني کميټيانو د لارې ممکنه نه ده او پکار ده چې پارليمان او د هيواد په کچه اتفاق راجوړ کړی شي

نوموړي زياته کړه د عمران خان په ضد مقدمه کې حکومت څه کردار نه لري او دا چې د يو مذهبي جماعت د غړي په خواست دا مقدمه درج شوى خو تحريک انصاف ګوند د دى پړه په حکومت اچوي او د دوشنبى په ورځ اسلام اباد کې خبري کانفرنس ته وينا کې د ګوند مرکزي ليډر فواد چودهري تکرار کړه چې د وزير اعظم شهباز شريف حکومت کې د مذهب د سپکاوي قانون لاندى مقدمه د عمران خان او د هغه نيزدى ملګرو په ضد سياسي انتقام دی>

تيره مياشت په مسجد نبوي کې د وزير اعظم شهباز شريف پلاوي کې شامل مرکزي وزيران د ځورولو پىېښي په سر د پنجاب د فيصل اباد سيمي په یوه تاڼه کې د پخواني وزير اعظم عمران خان پشمول ١٥٠ تنان په ضد د مذهب د سپکاوي قانون لاندى مقدمه درج شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG