لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جیمز کومی به راروانه اونۍ د سینټ استخباراتو کمیټۍ ته وړاندې کیږي


د امریکا سینټ د استخباراتو کمیټۍ ویلي د ایف بي اېي پخوانې مشر جیمز کومی په دې خبره راضي شوی، د کال ۲۰۱۶م صدارتي انتخاباتو کې د روس دمداخلت په اړه به راروانه اونۍ د کمیټۍ وړاندې بیان ورکوي.

د جمعې په ورځ د یادې کمیټۍ مشر سینټر رچرډ بر لخوا په یو بیان کې ویل شوي ښاغلی کومی به د کمیټۍ وړاندې د روانې میاشتې په ۲۹مه نیټه وړاندې کیږي. کمیټي به خپله اورونه د میموریل ډی د رخصت یا چهټیانو وروستو پیل کوي. د ریپبلکن پارټۍ دغه غړي په بیان کې ویلي ( ځه هیله لرم چې جیمز کومی به د امریکايي اولس په وړاندې هغه هر څه په ډاګه کړي کوم چې په غټه کچه په میډیا کې راغلي.)

د دغه کمیټۍ یو بل غړي د ډیمو کریټ ګوند مارک وارنر زیاته کړی د ښاغلي کومی لخوا وړاندې کیدونکي ثبوتونه به د هغه ټولو پوښتنو ځوابونه ورکړي کوم چې د صدر ټرمپ لخوا د هغه ناڅافي لری کولو په سر راپورته شوي.

وړاندې د دې نه د جمعې په ورځ د امریکا نیویارک ټایمز اخبار په یو رپورټ کې لیکلي صدر ټرمپ روانه میاشت په سپینه ماڼۍ کې روسي چارواکي د جیمز کومی د لرې کولو نه خبرولو په وخت ښاغلی کومی ٫٫ سر خوږی٬٬ بللی وو.

اخبار ته ترلاسه شوي یوه پاڼه کې یو چارواکي منلي چې صدر ټرمپ د ایف بي ايي د مشر په اړه وایي : ٫٫ ما د ایف بي اېي مشر د خپلې څوکۍ نه لرې کړو. هغه لیونی او لوې سر خوږي وو٬٬.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG