لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بابر: سعودي کې پاکستاني پوځیان د یمن په جګړه کې ښکېلېدای شي.


د پاکستان د پیپلز ګوند یو مشر سنېټر فرحت الله بابر یو ځل بیا سعودي عربستان ته د پاکستان له خوا د اضافي پوځیانو د لېږلو پر پرېکړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې ویره لري پاکستاني عسکر به د یمن په شخړه کې ښکېل شي.

د پاکستان د سېنټ په یوه غونډه کې ښاغلي فرحت الله بابر ویلي " که چرې زموږ عسکر د سعودي او یمن ګډې پولې ته استول کېږي، نو ډېر زر به دوی د تکل نظریې لاندې دغلته جنګ باندې بوخت شي".

د سېنټ په دغه غونډه کې د پاکستان د دفاع وزیر خرم دستګیر په سعودي عربستان کې د پاکستاني پوځ د قیام او چارو په اړه له تفصیلاتو ورکولو ډډه وکړه.

سنېټر بابر په دې موقع وویل، باید دا واضحه شي چې پاکستانی پوځ به د سعودي پر سرحدونو خپله وظیفه تر سره کوي او که یمن ته د جنگ لپاره به لېږل کیږي. بابر وایي:

"تاسو به زر داسې خبرونه واورئ چې د پاکستان پوځیان یمن ته تللي دي، دا به ناورین وي که چېرې داسې وشول".

د پاکستان سېنټ وایي سعودي ته د پاکستاني پوځیانو تګ او هلته دوی ته له سپارل شوي کاره د پاکستان حکومت ښه خبر دی، خو پارلیمان یې په دې اړه په تیاره کې ساتلی دی.

د پاکستان دفاع وزارت وايي ١٦٠٠ عسکر یې له وړاندې لا سعودي عرب ته لېږلي او نور شاوخوا ١٠٠٠ سرتېري به د وروستۍ فیصلې لاندې ډیر زر هلته واستوي.

پاکستان وايي د دوی پوځیان به سعودي عسکرو ته د ترهګرۍ په ضد د عملیاتو او په غریزه سیمه کې د جګړې روزنه ورکوي.

د پاکستان له خوا سعودي عرب ته د خپلو سرتېرو د لېږلو پریکړې پر واکمنو کورني انتقاد ته هم دوام ورکړی.

حکومت مخالف سیاسي قوتونه دا ګام د پارلیمان د هاغه پرېکړې سرغړونه ګڼي چې په اساس یې د پاکستان پارلیمان د یمن په کشاله کې د فریق جوړېدو انکار کړی وو.

پاکستاني مشران دا دریځ هم لري چې د یمن په لانجه کې د سعودي عرب په ملاتړ سره به د پاکستان او ایران تعلقات هم خراب شي چې په یمن کې د هوثي یاغیانو پلوی دی.

سني اکثریتي پاکستان له سعودي عرب سره ژورې اقتصادي، مذهبي او پوځي اړیکې لري، دغه شان له ایران سره ٩٠٠ کلومیټره پراخه پوله هم لري.

د پاکستان قریباً ٢٠٠ میلینه نفوسو کې پینځمه برخه د شیعه مسلک سره تعلق لرونکو مسلمانانو ده چې له ایران سره نزدې کلتوري او مذهبي تړاو لري.

د پاکستان په پارلیمان کې سیاسي ډلې فکر کوي چې د سرتېرو لیږلو فیصله د پاکستان د طاقتور پوځ ده.

په پاکستان کې عام تاثر دا دی چې له حکومت سره د خارجه پالیسۍ په مد کې د سعودي عرب، امریکا، افغانستان او هند په اړه د څه قسم فیصلې اختیار نه شته او دا قوت د پاکستان پوځ له ځان سره ساتلی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG