لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې سېنټ هم پر ټیک ټاک د مشروط بندیز مسوده منظوره کړه، تمه ده نن یې صدر بایډن لاسلیک کړي


د امریکې له استازو اېوان وروسته سېنټ هم په نړۍ کې مشهور سوشل مېډیا اېپ «ټیک ټاک» باندې د مشروط بندیز په اړه یوه قانوني مسوده منظوره کړې ده، که په امریکا کې پر دې اېپ بشپړ بندیز ولګیږي د میلینونو امریکایانو ژوند به اغېزمن کړي.

له سېنټ او استازو اېوان څخه د منظورې شوې مسودې له مخې به د ټیک ټاک چینایي کمپنۍ بایټ ډانس په راتلونکو نهو میاشتو کې دننه ځان له دې سوشل مېډیا بېلوي او که داسې ونه کړي په امریکا کې به یې پر کارولو بندیز ولګیږي.

کمپنۍ ته په نهو میاشتو ورکړل شوي شرط کې دا اسانتیا ورکړل شوې چې که د ټیک ټاک د خرڅولو کار یې پیل کړی وو نو درې میاشتې نور اضافي وخت به هم ورکړل شي.

د امریکا په کانګرس کې د سه شنبې- نهې په ماښام پر ټیک ټاک د بندیز مسوده د 18 په مقابله کې په 79 رایو منظوره شوه. تر دې وړاندې د استازو اېوان هم د شنبې- خالي په ورځ دا مسوده منظوره کړې وه.

پر ټیک ټاک د بندیز مسوده له هغې قانوني مسودې سره یو ځای منظوره شوې چې په بنیاد به یې امریکا اسرایل، اوکراین او تایوان ته 95 اربه ډالره پوځي مرسته ورکوي.

د کانګرس په دواړو اېوانونو کې تر منظورۍ وروسته به اوس پر ټیک ټاک د بندیز دا مسوده صدر جوبایډن ته لېږل کیږي چې د مسودې تر منظورۍ سمدستي وروسته یې لا په یو بیان کې ویلي چې نن د چارشنبې- شورو په ورځ به یې لاسلیک کړي او په قانون به بدله شي.

د امریکې د کانګرس غړي اندېښنه لري چې کېدای شي چین د ټیک ټاک په وسیله د امریکایي وګړو شخصي معلوماتو ته له رسایي تر لاسه کولو پرته د هغوی څارنه وکړي.

په سېنټ کې د استخباراتو د کمېټۍ یو مهم ریپبلکن غړي مارکو روبیو د مسودې تر منظورۍ وروسته وویل، "د نوي قانون له مخې به د ټیک ټاک چینایي مالک ته پکار وي چې دا اېپ خرڅ کړي، دا د امریکې لپاره یو ښه ګام دی".

د سېنټ د تجارت کمېټۍ مشرې ماریا کېنټویل د کانګرس غونډې ته ویلي، کانګرس د دې مسودې په منظورولو سره بایټ ډانس ، ټیک ټیک یا کومې بلې شخصي کمپنۍ ته سزا نه ورکوي:

"کانګرس د بهرنيو مخالفینو د جاسوسۍ، څارنې، ناوړه عملیاتو، د کمزوره امریکایانو د زیانمنېدو، زموږ پوځیانو، ښځو او د امریکې د حکومت کارکوونکو ته د زیان رسولو د مخنیوي لپاره عمل کوي".

بل لور ته د ټیک ټاک ملکیت لرونکې کمپنۍ بایټ ډانس ورباندې لګېدلي تورونه رد کړي او ویلي یې دي، د خپلو امریکایي کاروونکو شخصي معلومات یې د چین له حکومت سره نه دي شریک کړي او نه به دا کار وکړي.

په امریکا کې د ټیک ټاک د پبلک پالیسۍ د څانګې مشر مایکل بېکرمېن خپلو کارکوونکو ته په یوه لېږلي یادداښت کې ویلي، کله چې دا مسوده لاسلیک شي نو د چېلنج کولو لپاره به یې عدالت ته ځي.

ښاغلي بېکرمېن په یادداښت کې ویلي، د ټیک ټاک د خرڅولو یا بندیز قانون د دې نړیوال اېپ د 17 کروړه یا 170 میلینه امریکایي کاروونکو د حقونو ښکاره سرغړونه ده.

د بېکرمېن په وینا په دې اړه به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي ځکه چې وایي "دا د دې اوږده بهیر پای نه دی بلکې پیل یې دی"، ځکه چې وایي پر ټیک ټاک ممکنه بشپړ بندیز به په امریکا کې 70 لکه وړې کاروباري ادارې هم زیاتې اغېزمنې کړي.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اې پي او رویټرز اخیستل شوي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:29:30 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG