د امریکې يو لوړ رتبه استخباراتي چارواکي د دې اعتماد اظهار کړی دی چې امریکا به د تېرو څو کلونو دا غلطي نه تکراروي چې د اتحادي او د حریفو ملکونو د پوځ عزایمو په اړه یې ناسمې اندازې لګولې وې.
د امریکې په استخباراتو په پراخه کچه دا تنقید شوی چې د افغان پوځ او د اوکراین د جنګي ارادو په اړه یې ناسمې اندازې لګولې وې چې اوکراین به د روس د یرغل مخه ونیول شي او امریکايي ځواکونو د انخلا وروسته افغان نسکور شو.
د ډېفېسن اېنټېلېجسن اېجنسي ډرېکټر سکاټ برېیر د شورو، چهارشنبې، په ورځ په واشنګټن کې سېنټر فار سټرېټیجېک اېڼد انټرنېشنل سټډیز یوې غونډې ته وویل چېن د زیاتېدونکو پوځي صلاحیتونو په اړه به د امریکې اندازې کره وي.
هغه وویل د پوځ په هره برخه د تېرو پېنځو شپږو کلونو راهسې په هره برخه کې د چین عسکري ترقۍ ته د نږدې نه کتنه کېږي. هغه زیاته کړه چې چین ډېر صلاحیتونه زیاتوي نو ځکه ورته ډیر په احتیاط او په غور کتنه کولی شي.
امریکايي چارواکي په دې اړه تشویش لري چې چین په خپل پوځ کې جدت راولي. دا په داسې حال کې چې استخباراتي معلومات ښښي چې چین خپل پوځ پیپلز لېبرېشن ارمي ته امر کړی چې د کال 2025 پورې تایوان په زور نیولو دپاره دې تیار وسېږي.
د چین د پوځي قوت په اړه پېنټګان تېره میاشت په خپل رپورټ کې وویل چین په خپلو اېټمي وسلو کې اضافه کوي.
د شورو، چهارشنبې، په ورځ تقریر کې برېیر وویل چین ورستي جنګونو ته د خپل زدګړې په غرض نه نږدې نه کتنه کوي، چې په کې په اوکراین د روس یرغل هم شامل دی.
موجوده او پخواني امریکايي استخباراتي چارواکي وايي د جنګ په اړه د یو پوځ د ارادې اندازه لګول لانجمن کار دی.
د امریکې د نېشنل اېنټېلېجنس پخواني مشر جېمز کلېپر د واشنګټن کارنېګي انډوامنټ فار انټرنېشنل پيس نومې ادارې یوې غونډې ته په 2022 کې ویلي وو د یو پوځ د جنګ انداز لګول د مسلو نه خالي نه وي.
هغه وویل امریکايي چارواکو د طالبانو او د افغان پوځ او د افغان حکومت د توان او جنګېدو د عزایم په اړه ناسمې اندازې لګولې وې او هم دغه کار په اوکراین د روس د یرغل په لړ کې تکرار شو.
برېیر په څرګنده د دې خبرې اعتراف کړی چې په دې اړه یې ډیر اعتماد نه لرلو چې اوکراین به د روس د یرغل مخه ونیول شي او په دې اړه اندازه غلطه وه.
Forum