لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي او پاکستاني چارواکو د افغان کډوالو، غزه او په دوو اړخیزو تعلقاتو خبرې کړي


د پاکستان حکومت ویلي بلوم د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د کاکړ سره ملاقات کې "د غېر قانونه غېر ملکيانو" پاکستان نه د وېستلو ترڅنګ د "غزې په حالاتو" او نورو موضوعاتو خبرې کړي دي
د پاکستان حکومت ویلي بلوم د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د کاکړ سره ملاقات کې "د غېر قانونه غېر ملکيانو" پاکستان نه د وېستلو ترڅنګ د "غزې په حالاتو" او نورو موضوعاتو خبرې کړي دي

لوړ رتبه امریکايي او پاکستاني چارواکو د افغان کډوالو، غزه او د داوړو ملکونو په تعلقاتو خبرې کړي دي.

د دواړو ملکونو ترمنځ د تازه رابطو په لړ په اسلام اباد کې د امریکې سفیر ډونلډ بلوم د پاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ سره ملاقات کړی او د امریکې نایب خارجه وزیرې وېکټوریه نولېڼد د پاکستان نګران خارجه وزیر جلیل عباس جیلاني سره په ټېلې خبرې کړي دي.

د پاکستان حکومت ویلي بلوم د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د کاکړ سره ملاقات کې "د غېر قانونه غېر ملکيانو" پاکستان نه د وېستلو ترڅنګ د "غزې په حالاتو" او نورو موضوعاتو خبرې کړي دي.

د پاکستان د حکومت په بیان کې ويل شوي، "وزيراعظم په ليدنه کې امریکايي سفير ته د پاکستان د حکومت لخوا په ترجيحيد شعبو کې په ځانګړي ډول د اقتصاد د ثبات، د غېر قانونه بهرنيانو ويستلو، او روان انتخابي عمل باندې رڼا" اچولې ده.

د وي او ای اردو څانګې د ربورټ ترمخه په اسلام اباد کې د امریکې د سفارتخانې د بیان ترمخه د بلوم او د کاکړ په ملاقات کې د هغه افغانانو په باره کې هم خبرې وشوې چې په امریکا کې د ابادېدو اهلیت لري.

د وزيراعظم دفتر ویلي، "په ليدنه کې د غزې په حالاتو او نورو پرمختګونو" هم بحث شوی دی، خو د بحث نور جزيات نه دي شريک کړی شوي.

د پاکستان وزيراعظم د امریکايي سفير سره په ليدنه کې "د پاکستان او امریکا ترمنځ د پياوړي اړيکو په اهميت ټينګار کړی دی.

د وي او ای اردو څانګې د رپورټ ترمخه د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د جیلاني او نولېند په ټېلې فون رابطه کې د افغان مهاجرین، په پاکستان کې د ازادو انتخاباتو او د اسرایل او د حماس د جګړې په اړه خبرې وشوې.

د پاکستان حکومت اعلان کړی دی چې د نومبر د وړمبۍ نېټې نه پس به په ملک کې موجود غېر قانوني غېر ملکیان وېستل کېږي. که څه هم پاکستاني چارواکي وايي دا فېصله یوازې د افغانانو په اړه نه ده خو په پاکستان کې مېشته افغانان یې اندېښمن کړي دي.

په پاکستان کې دا وخت په لویه شمېره کې هغه افغانان هم موجود دي چې په کال 2021 کې په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس پاکستان ته ورغلي او د امریکې په شمول په نورو ملکونو کې د ابادېدو په انتظار دي.

د افغانستان واکمنو طالبانو ترڅنګ په نړیواله کچه د پاکستان د فېصلې مخالفت وی دی. ځینو افغان هنرمندانو د پېښور های کورټ ته خواست کړی چې د دوي ژوند ته ممکنه خطر ترمخه دې افغانستان ته ستانه نه کړی شي.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو څانګې ايي اېس پي ار د یو بیان ترمخه د پوځ مشر جنرل عاصم منیر پاکستان نه د غېرملکیانو د وېستلو په اړه د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل د تحفظ هر پاکستاني حق دی او په دې څه مفاهمت نه شي کېدلی.

پاکستاني چارواکي وايي په پاکستان کې په نږدې ورځو کې په ځینو ترهګرو پېښو کې افغانان ککړ وو خو افغان طالبان د پاکستان دا خبره ردوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG