لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د “سيريل” مقدمې کردار عدنان سيد عدالت ازاد کړو او سزا يې معطله شوه


د عدنان او لي مقدمه د مقبول پاډکاسټ سيريل مرکزي کردار و
د عدنان او لي مقدمه د مقبول پاډکاسټ سيريل مرکزي کردار و

د بالټيمور يوې ښځې جج د کال 1999 د قتل په تور کې نيول شوی تن عدنان سيد 21 کاله وروسته د جيل نه خوشی کړو.

عدنان چې هغه وخت يې عمر 17 کاله و د خپلې 18 کلنې ملګرې/ګرل فرېنډ هيی مېن لي د وژنې په لړ کې نيول شوی و او په کال 2000 کې ورته د عمر قيد سزا ورکړل شوې وه.

د عدنان او لي مقدمه د مقبول پاډکاسټ سيريل مرکزي کردار و.

د پراسيکيوټرز یا د حکومتي وکیل په خوښه د سرکټ کورټ ججې مليسا فېن د عدنان سيد سزا معطل کړه او د 41 کلن قيدي د ازادولو حکم يې ورکړو.

جج پرېکړه وکړه چې ايالت د قانون خلاف ورزي کړې او ثبوتونه يې د ځان سره ساتلي و چې ممکن د عدنان سيد په دفاع کې مهم ثابتېدی شول. جج عدنان په کور کې نظر بند کړی او د هغه حرکت د جي پي ايس سره تړل شوی دی.

د عدالت په پرېکړه کې د ميري لينډ ايالت ته خوښه ورکړل شوې ده که غواړي نوې مقدمه پرې وکړي او که په يوه مياشت کې دا مقدمه ختمول غواړي.

جج مليسا د مقدمې د اورېدنې په پای کې وويل “سمه ده مېسټر سيد ته ازاد يې او خپلې کورنۍ ته تللی شي”. عدنان سيد تل ځان بې ګناه ګڼلی.

د عدنان سيد مقدمې ته هغه وخت د ميلينونو خلکو پام وروګرځېد چې په کال 2014 کې مقبول پاډکاسټ سيريل شروع شو چې ټوله توجه يې د وژل شوې مېن لي په قتل ورکړه او د پراسيکيوټرز په ثبوتونو يې شکونه راپورته کړل.

دې سيريل په ولسي کچه يو بحث رابرسېره کړو او خلکو پوښتنې راپورته کړې چې واقعي هم عدنان قاتل دی او که نه بې ګناه دی.

تېره اوونۍ پراسيکيوټرز په عدالت کې موشن وړاندې کړو او دليل يې دا و چې د اوږدو پلټنو نه نوي ثبوتونه مخې ته راغلي چې هغه به د عدنان سيد خلاف مقدمه اغېزمنه کړي.

د ايالت معاون اټارني بېکی فيلډمين عدالت ته په جرح کې وويل “زه پوهېږم چې دا څومره ګران کار دی خو مونږ له دا يقيني کول دي چې اصلي تن انصاف ته راوړو”.

معاون اټارني عدالت ته د تفصيل ورکولو په وخت وويل د ثبوتونو په جمع کولو کې د سېل فون بې باوره ډيټا، د باور وړ شهادتونو کمی او يو ښکاره بد نيته تفتيش شامل دی.

مین لي چې مړی يې د بالټيمور په يو پارک کې موندل شوی او وېل کېږي چې هغه د مرۍ په خپي کولو وژل شوي ده.

د ايالت د اټارني ميريلېن موسبي دفتر ويلي په پلټنو کې معلومه شوې ده چې دوه نور شکمن تنان مخې ته نه دي راوړل شوي او د سېل فون د ټاور نه اخستل شوې ډيټا د باور وړ نه ده.

پراسيکيوټرز وويل دوه مشکوک کسان چې په هغه وخت کې معلومې څېرې وې په سم ډول په تفتيش کې شامل نه کړی شول او نه يې دفاع ته معلومات ورکړل شو. پراسيکيوټرز د شکمنو تنانو په اړه د نور تفصيل ورکولو نه ډډه وکړه.

پراسيکيوټرز دا هم وويل دوی دا نه وايي چې عدنان بې ګناه دی خو د هغه خلاف په ثبوتونو ډاډمن نه دي او دا سپارښتنه کوي چې سيد دې لا په خپل ذاتي حيثيت لا شخصي ضمانت ازاد کړل شي

د ايالت د اټارني دفتر دا ويلي وو کچرې موشن منظور شو نو دا به عدنان سيد ته د نوې مقدمې لار جوړه کړي چې سزا به ختمه شي خو مقدمه به روانه وي.

کله چې يې عدنان سيد په ځولنو کې عدالت ته وړاندې کولو نو د عدالت کوټه د خلکو ډکه وه. د عدنان مور شميم سيد هم په عدالت کې موجود وه او دا شان يې د کورنۍ نور غړي هم ورغلي وو.

په کال 2016 کې يو ځايي عدالت د سيد د مقدمې د بيا اورېدنې حکم په دې بنياد کړی و چې د سيد اټارني کرېسټينا ګوټيرېز څوک چې په کال 2004 کې مړه شوې په مقدمه کې داسې هيڅوک نه وو وړاندې کړي چې ووايي سيد په دغه وخت کې بل ځای و او بل دا چې ناقصه وکالت يې کړی و.

خو د پرله پسې اپيلونو نه وروستو د ميري لينډ اعلا عدالت په کال 2019 کې د نوې مقدمې دا غوښتنې رد کړې.

د ټرو کرايم لا اصلي جرم سيريز د بالټيمور سن اخبار پخواني رپورټر او ريډيو پروډيوسر سارا کوينېګ ايډيا وه چا چې د سيد د مقدمې په اړه د کال نه زيات وخت پلټنې کړې وې او بيا يې پرې په دوامداره توګه خورونې کولې.

دې 12 ټوکه پاډکاسټ د پيباډي جايزه هم ګټلې ده او د پاډکاسټ پروګرامونو په مقبولولو کې يې غټه برخه لرلې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG