چارلس سوبهراج چې د نولس سوه اویایم په لسیزه کې په ټوله اېشیا کې د ګڼو قتلونو زموار ؤ. په نیپال کې نزدې د شل کاله بند وروسته دخالي- شنبې په ورځ فرانس ته ورسېد.
د نیپال ستر عدالت د شورو-چهارشنبې په ورځ حکم ورکړو چې سوبهراج پرېږدۍ، هغه ناروغه ؤ.
د جمعې په ورځ چې هغه خوشې شو او د کټمنډو په هوايي میدان کې جهاز ته سور شو نو د ای ایف پي خبریال ته یې وویل:
"بې ګناه" یم.
د سوبهراج په ژوند د "سرپنټ" (د لستوڼي مار) په نامهBBC او Netflix ډرامه هم جوړې کړې ده .
د سوبهراج د قتلونو طریقه وادات دا ؤ چۍ د قیمتي کاڼو د سوداګر په توګه به یې د خلکو سره دوستي وکړه، بیا به یې نشه ورکړه بیا به لوټ او قتل کړل.
سوبهراج د جمعې په ورځ په جهاز کې ای اېف پي ته وویل:
"زه ښه احساسوم .. خو ډیر کار راته پروت دی. زه باید د نیپال د حکومت په ګډون په ډیرو نورو د تاوان دعوی وکړم."
له هغه وپوښتل شول چې ایا هغه فکر کوي چې په هغه د عادت شوي قاتل تور غلط ؤ، 78 کلن وویل: "هو ، هو."
پېرس ته په رسیدو هغه د هوایي ډګر د یوې سرچینې په وینا، د اضافي "پیژندنې" لپاره امېګرېشن پولیسو بوتلو.
د هوایی ډګر سرچینې وویل چې هغه په فرانس کې "مطلوب" نه و او یوځل چې کره کتنه وشي، بیا به ازاد وي.
. 'بیکیني قتلونه'
سوبهراج په سیګون کې زېوېدلې ؤ پلار یې هندی اومور وېتنامۍ وه. واده یې د یوې فرانسوۍ سره کړی ؤ.
هغه د جرم په لاره روان شو او په 1975 کې په تایلینډ کې ګېر شو.
سوبهراج د یوې ځوانې امریکایی میرمنې په وژنه کې ښکیل شو، چې مړی یې په ساحل موندل شوی و چې بیکني (د لامبلو وړې جامې) یې اغوستې وې.
د "بیکیني قاتل" په نوم د مشهورتیا ورستو، معلومه شوه سوبهراج د 20 څخه زیاتو قتلونو کې لاس درلود.
هغه په 1976 کې په هند کې ونیول شو او بالاخره یې هلته 21 کاله په زندان کې تیر کړل، په 1986 کې هغه د زندان ساتونکي په نشه بېهوشه کړل او وتښتید خو څه وخت ورستو په ساحلي صوبه ګوا کې بیا ونیول شو.
په 1997 کې خوشې شو، پېرس ته لاړ او هلته به یې په پېسو خبریالانو ته مرکې ورکولې، په 2003 کې بیرته نیپال ته لاړ.
'کرما' (د تقدیر لوبه)
سوبهراج هلته په یوه کیسینو کې جواري کوله چې د همالیا ټایمز ورځپاڼې خبریال جوزف ناتن وپېژندلو او ونیول شو.
ناتن ای اېف پي ته وویل: "هغه بې ضرره ښکاریده ... دا د نیکمرغۍ خبره وه چې ما هغه وپیژندلو."
"زه فکر کوم چې دا 'کرما') د تقدیر لوبه( وه."
په نیپال کې یو عدالت سوبهراج ته په 1975 کال کې د امریکا د سیلانۍ کونيجو برونزیچ د وژلو په تور د عمري بند سزا واوروله. یوه لسیزه وروسته هغه هم د برونزیچ د کنېډايي ملګري په وژلو مجرم وګڼل شو.
د جمعې په ورځ د قطر ایرویز سورلیو په منځ کې د ای ایف پي سره په خبرو کې، سوبهراج وویل چې هغه په نیپال کې په وژنو ګناهګار نه دی.
هغه وویل، "په نیپال کې د صوبايي عدالت نه تر ستر عدالت پورې ټول قاضیان متعصب وو."
هغه زیاته کړه:
"زه په دې قضیو کې بې ګناه یم، سمه ده؟ نو زه باید د دې لپاره بد یا ښه احساس نه کړم. زه بې ګناه یم. دا په جعلي اسنادو جوړ شوی دی."
د تایلنډ د پولیسو افسر سومپول سوتیمای -- چې د انټرپول سره یې کار په 1986 کې د نیول کېدو په برخه کې مهم رول درلود -- سوبهراج دې ته محبور کړو چې تایلنډ ته یې واستوي .
وس سومپول ویلي دي چې د هغه په خوشې کیدو اعتراض نه کوي ، ځکه چې هغه او مجرم دواړه اوس ډیر زاړه شوي دي.
90 کلن سومپول وویل: "زه اوس د هغه په خوشي کیدلو هیڅ اعتراص نه لرم ."
"زه فکر کوم چې هغه ته د خپلو کړو سزا میلاو شوې”