لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پولیس: د امریکې په کېلېفورنیا ریاست کې په دوو مختلفو پېښو کې اووه کسان په ډزو وژل شوي


چارواکو وویل د ګل، دوشنبې، په ورځ د څلورو کسانو مړي په یو ځای کې وموندل شوو او د څو کلومېټره په فاصله د دریو کسانو مړي په بل ځای کې وموندل شوو
چارواکو وویل د ګل، دوشنبې، په ورځ د څلورو کسانو مړي په یو ځای کې وموندل شوو او د څو کلومېټره په فاصله د دریو کسانو مړي په بل ځای کې وموندل شوو

د امریکې په کېلېفورنیا ریاست کې پولیس ویلي په دوو مختلفو پېښو کې اووه کسان په ډزو وژل شوي دي.

د ډزو دغه پېښې د ګل، دوشنبې، په ورځ وشوې. یوه ورځ وړاندې هم په کېلېفورنیا کې د خلکو په ګڼه ګوڼه ډزو کې ۱۱ کسان وژل شوي دي.

د تشدد ورستۍ پېښه په هاف مون بای علاقه کې شوي چې د سان فرانسسکو ښار په جنوب کې سیمه ده.

چارواکو وویل د ګل، دوشنبې، په ورځ د څلورو کسانو مړي په یو ځای کې وموندل شوو او د څو کلومېټره په فاصله د دریو کسانو مړي په بل ځای کې وموندل شوو.

د سان مېټیو کاونټۍ شېرف کرسټينا کورپس وویل د ډزو په پېښو کې مشکوک ۶۷ تن چونلي ژاو په یو ځای کې کار کولو.

چارواکو وویل مشکوک تن د پولیس تاڼې په پارکنګ لاټ یا د موټرو ودرولو په ځای کې نیول شوی دی او داسې ښکاري چې هغه ځان پولیس ته حواله کولو.

کورپس وویل ګرفتار تن په تحقیقات کې مرسته کوي دا لا نه ده معلومه چې تشدد يې ولې کړی.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای او د ای پي خبري ادارې د رپورټونو نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG