د یوکرېن چارواکو د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل روسي ځواکونو تېره شپه په یوکرېن د ۸۹ ډرون حمله وکړه او په سرښار کیف کې درې کسان زخمیان شوي دي.
د کیف د پوځي انتظاميي مشر د سوشل ميډیا په ټېلېګرام وېب پاټه وویل د تباه کړی شوي یو ډرون ملبې یوې ودانۍ ته نقصان روسوولی.
د یوکرېن پوځ وویل د هېواد د هوايي دفاع نظام د روس د ۸۹ څخه ۳۶ ډرون راوغورځول.
د کیف ترڅنګ یوکرېني ځواکونو په چرنېف، خارکیف، کمېلېنسټکيو مېکولایف، پولټاوا، سامی او زیټومېر سیمه کې د روس ډرو راوغورځول.
د روس د دفاع وزارت د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل ځواکونو يې د تور سمندر دپاسه او د روس په قبضه کې کرایمیا کې د یوکرېن ۲۵ ډرون رانسکور کړل.
وزارت وویل د روس هوايي دفاع نظام تېره شپه د یوکرېن ۲۲ ډرون تباه کړل. روس د یوکرېن زیاتره ډرونز د یوکرېن سره په سرحدي سیمو کې راغورځولي دي چې په کې روستوف، بېلګوروډ، ورونېژ، کرسک او برنېسک علاقې شاملې دي
روس د یوکرېن د ډرون په حملو کې د څه لوی نقصان خبره نه ده کړې.
د یوکرېن صدر ولادومېرزېلېنسکي د نهې، سه شنبې، په شپه قوم ته خپل روزانه خطاب کې وویل د یوکرېن د تحفظ یوازۍ موثره لاره د روس وسلې او لانچرې نېِغ په نېِغه په روس کې دننه تباه کول دي.
زېلېنسکي زیاته کړه چې هم دا وجه ده چې د روس په خاوره د حملې صلاحیت یوکرېن دپاره اهمیت لري او دا یوازنی سبب دی چې د هغه په قول د روس دهشت او په عمومي توګه د روس د جنګ صلاحیت محدودولی شي.
امریکې او برطانيې یوکرېن ته اجازت ورکړی چې یوکرېن ته ورکړی شوي وسلې په روس کې دننه د حملو دپاره استعمالولی شي. زېلېنسکي وویل په دې اړه د خپل همکارانو شکریه ادا کوي.
Forum