لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په اسرایل د حملې سره د تړون په الزام ملګرو ملتونو د خپلې عملې یو شمېر غړي برطرف کړي


د یو اېن ار ډبلیو ای مشرفلېپ لزاریني
د یو اېن ار ډبلیو ای مشرفلېپ لزاریني

د فلسطیني کډوالو د مرستې دپاره د ملګرو ملتونو څانګې یو اېن ار ډبلیو ای، د جمعې په ورځ وویل د خپلې عملې ګڼ شمېر هغه غړي یې برطرف کړي چې په اړه یې اسرایل په اسرایل د حماس په حمله کې د ککړتیا معلومات شریک کړي دي.

د یو اېن ار ډبلیو ای کمېشنر یا مشر فلېپ لزاریني په یو بیان کې وویل د انساني امداد په رسوولو کې د ادارې صلاحیت محفوظ ساتلو دپاره یې د ادارې د ځینو کارکوونکو د کار معاهدې منسوخ کړې دي او د حقیقت معلومولو دپاره یې بغېر د څه ځنډه د تحقیقاتو امر وکړو.

هغه وویل که د یو ار ډبلیو ای کوم کارکوونکی هم په ترهګرۍ کې ککړ وموندل شو نو د عدالتي اقداماتو په شمول به د احتساب سره مخامخ کولی شي.

د فلسطيني کډوالو دپاره د متحده قومونو د امداد او د کار اداره په غزه کې د عملې 13000 فلسطیني غړي لري. د ادارې د 150 زیات غړي په غزه کې په اووم اکتوبر د حماس خلاف د اسرایل په جنګ کې وژل شوي هم دي.

په اسرایل د حماس په حمله کې 1200 کسان وژل شوي او تر 250 پورې نور کسان حماس یرغمال نیولي وو.
د ملګر ملتونو د مشر اېنټونیو ګوټېرېس ترجمان وویل لزاریني ګوټېرېس د "انتهايي سنجیده الزاماتو" نه خبر کړی دی.

د ګوټېرېس ترجمان سټیفن ډورېجېک په یو بیان کې وویل ګوټېرېس د متحده قومونو د عملې په دغه خبر خفګان څرګند کړو او لزاریني نه یې وغوښتل چې په دې اړه دې تحقیقات وکړي او د یو اېن ار ډبلیو ای کوم کارکوونکي هم د اووم اکتوبر په حمله کې ککړ و او یې په کې مرسته کړي وي نو د کار نه دې ګوښه کړی شي او مجرمانه اقدامات دې په ضد وکړی شي.

ډورېجېک وویل په بېړنۍ او په ازاده توګه به "جامع" د یو اېن ار ډبلیو د چارو کتنه کولی شي. هغه په دې اړه نور تفصیل وړاندې نه کړو.

اسرایل د کلونو راهسې په یو اېن ار ډبلیو تنقید کوي، الزام لګوي چې د ادارې په انتظام چلېدونکي سکولونه حماس د ترهګر فعالیتونو دپاره استعمالوي او اسرایل ضد نصاب ته وده ورکوي. د اووم اکتوبر نه پس اسرایلي چارواکو د یو اېن ار ډبلیو ای د عملې په ځینو غړو الزام لګولی چې په سوشل میډیا یې په اسرایل په حملو خوشحالي کړې وه.

د ملګرو ملتونو دپاره د اسرایل سفیر ګېلاد اردن د انټرنېشنل هالوکاسټ رېمېمبرېنس ډی یا د یهودیانو د قتل عام د یادولو د نړیوالې ورځ په مناسبت د متحده قومونو په دفتر کې یوې دستورې ته وویل د قتل عام د یادونې په ورځ دا معلومه شوه چې د یو اېن ار ډبلیو ای کارکوونکو په قتل عام کې برخه اخیستې وه.

هغه وویل د اسرایل قانوني وجود ختمولو دپاره د ملګرو ملتونو اداره نه یوازې د وسلې په توګه استعمالېږي بلکې "په جسماني توګه زمونږ د ختمولو" دپاره هم کارول کېږي.

لزاریني وویل یو اېن ار ډبلیو ای په سختو ټکو کې د اووم اکتوبر د حملې غندنه او اسرایلي یرغمالانو د ازادۍ غوښتنه کوي.

یو اېن ار ډبلیو ای په غزه کې قریباً دوه مېلین فلسطینیانو ته امداد رسوي. په غزه کې د حماس د انتظام لاندې د صحت وزارت وویل د حماس خلاف د اسرایل په جنګ کې په غزه کې وژل شویو فلسطینیانو شمېره د 26000 نه اوړېدلې ده.

امریکې، برطانیې، یورپين یونین او ځینو نورو ملکونو حماس ترهګر تنظیم ټاکلی دی.

که څه هم یو اېن ار ډبلیو ای د برطرف شویو کارکوونکو شمېره نه ده ښودلې فقط دا یې ویلي چې "یو شمېر" د عملې غړي يې لرې کړي دي، د امریکې خارجه وزارت وویل د یو اېن ار ډبلیو 12 کارکوونکي په اسرایل حمله کې ککړ موندل شوي دي.

امریکا یو اېن ار‌ډبلو ای ته د ټولو نه زیات امداد ورکوي او ویې وېل چې ادارې ته نورې په عارضي ډول ځنډوي او الزاماتو ته به کتنه کوي او د ملګرو ملتونو ګامونو ته به ګوري. په 2023 کې د اسرایل او حماس د جنګ شروع کېدو نه مخکې امریکې یو اېن ار ډبلیو ای ته 300 مېلین ډالر ورکړي وو.

سټېټ ډپارټمنټ وویل د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د ګوټېرېس سره خبرې وکړو او ټینګار یې وکړو په دې معامله دې ژور او سمدستي تحقیقات وکړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:30 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG