لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کينيډا ته په 46ؤ رنزو ماتې ورکړه


د کولمبو په پريماداسا اسټيډيم کې گروپ اى کې شامل پاکستان دزيارت په ورځ خپل دريم ميچ کې کينيډا ته په 46ؤ رنزو ماتې ورکړې ده.
کينيډا په 42,5ؤ اورونو کې دلسو وکټو په تاوان يواځې 138 رنز جوړ کړل.
پاکستان دټاس گټلو وروستو دلمړي بيټنگ پريکړه کړې وه ، که هر څو دپاکستان ټول ټيم په 43ؤ اوورونو کې دکينيډائي باؤلرانو لخوا په 184 رنز اوټ کړل شو، خو کينيډا دپاکستان لخوا ايښودل شوي دغه کم هدف ترلاسه کولو کې هم بريالۍ نۀ شوه.
دپاکستان لخوا شاهد کپتان شاهد افريدي نن يوځل بيا يو بل ريکارډ جوړ کړو او د23ؤ رنزو په ورکولو سره يې 5 وکټې ترلاسه کړې.
همدغه شان عبدالرزاق، عمرگل، وهاب رياض او سعيد اجمد يوه ،يوه وکټه ترلاسه کړې ده.
دپاکستان لخوا تر ټولو زيات 48 سکور عمر اکمل وکړل او مصباح الحق په 37 رنز اوټ شوى ؤ.
دکينيډا لخوا هارويربائيدوان درې کسان اوټ کړل، رضوان چيما ، بالاجي راؤ او جيمي هينسرا دوه ، دوه وکټې ترلاسه کړي دي.
دباؤلنگ لپاره پاکستاني ټيم کې ددې ميچ لپاره دفاسټ باؤلر شعيب اختر او اسپنر عبدالرحمان پځايې وهاب رياض او سعيد اجمل شامل کړل شوي دي.
عبدالرحمان تيره اوونۍ دسري لنکا په ضد دفيلډنگ په مهال زخمي شوى ؤ او ورته ديوې اوونۍ دارام کولو مشوره ورکړل شوې ده.
پاکستان پخپل گروپ کې دلمړيو دوؤ ميچونو په مهال سري لنکا ته په يوولسو او کينيا ته په 205 او په دريم ميچ کې کينيډا ته په 46ؤ رنزو ماتې ورکړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG