لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شريف د سعودي عرب له ولي عهد محمد بن سلمان سره په دوه اړخيزو چارو غږېدلی


SAUDI-PAKISTAN-POLITICS
SAUDI-PAKISTAN-POLITICS

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د سعودي په سفر کې د وليعهد محمد بن سلمان سره ليدلي، په دوه اړخيزه چارو او اقتصادی مرستو یې ورسره خبرې ‏اترې شوي دي.‏

د پاکستان د سرکاري مطبوعاتي خبري ادارې (اې پي پي) د خبر ترمخه، وليعهد محمد بن سلمان د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف ته د روژه ماتي ‏خصوصي بلنه ورکړې وه.‏

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د ليدنې په اړه يو ګډ بيان کې ویلي، پرون په اووم اپرېل دغه ليدنه په مکه مکرمه کې په الصفا ماڼۍ کې شوې ده، په دوه ‏اړخيزه اړیکو او اقتصادي مرستو پکې خبرې شوي دي.‏

په بيان کې ویل شوي، د خبرو مرکز د دواړو هيوادونو د اړيکو او بېلابيلو برخو کې په مرستو سېوا کولو وو، د پاکستان په اقتصاد کې د سعودي عرب په ‏مرستندويه کردار، پانګونو او اړيکو پياوړي کولو باندې ټينګار شوی او د پينځه اربه ډالرو په پانګونه هم خبرې شوي په کوم چې وړاندې بحث شوی وو.‏

ویل شوي په خبرو کې د سيمې او نړيوالو پرمختګونو سره د غزې او کشمیر په موضوع هم بحث شوی دی.‏

په پينځم اپرېل د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي وو، وزيراعظم شهباز شريف به د شپږم نه تر اتم اپرېل پورې د سعودي عرب دوره کوي او هغه سره په ‏سفر کې به د بهرنیو چارو، دفاع، خزانې، اطلاعاتو او د اقتصادي چارو وزيران هم مل وي.‏

د بهرنيو چارو وزارت هيله څرګنده کړې وه، چې وزيراعظم به د سعودي عرب وليعهد محمد بن سلمان سره وويني، او دوه اړخيزه ګټو په مسلو به وغږيږي.‏

ویل شوي وو، دواړه مشران به د سيمه ييزو او نړیوالو پرمختګونو په اړه هم يو بل سره نظرونه شريک کړي.‏

د پاکستان وزيراعظم د سعودي عرب سفر په داسې وخت کې کوي چې تېره مياشت د سعودي عرب د دفاع وزیر شهزاده خالد بن سلمان بن عبدالعزیز د ‏پاکستان په يوه ورځني سفر کې د وزیراعظم شهباز شریف او د پوځ د سرلښکر جنرال عاصم منیر سره لیدلي وو او ورسره یې خپلمنځي اړیکو ته د ودې ‏ورکولو په ګډون د ګډې خوښۍ په یو لړ مهمو موضوعاتو خبرې اترې کړې وې.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG