لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شریف: پاکستان د امریکې سره اړيکو ته ډېر اهميت ورکوي


Pakistan US Flag
Pakistan US Flag

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د امریکې د صدر جوبايډن د خط په ځواب کې ویلي، پاکستان د امریکې سره اړيکو ته ډېر اهميت ورکوي او پاکستان ‏د امریکا سره د نړیوالې سولې او ثبات او سيمې د خوشالۍ د ګډو اهدافو ترلاسه کولو دپاره کار کولو ته لېواله دی.‏

د جمعې په ورځ د امریکې صدر جوبایډن د پاکستان وزیراعظم په استولي خط کې ویلي وو، امریکا به نړۍ او سیمې ته د ورپېښو مهمو چیلنجونو د ‏مقابلې کولو لپاره د پاکستان تر څنګ ولاړه وي.‏

صدر بایډن پخپل لیک کې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ته د لمړي وزیر په توګه د منصب په سمبالولو مبارکي ورکړې او د هغه لپاره یې ښې هېلې ‏ښکاره کړې وې.‏

شهباز شریف د اتوار/ يکشنبې په ورځ د صدر بایډن د خط په ځواب کې ویلي، پاکستان د امریکا سره اړیکو ته د اهميت ورکولو ترڅنګ، دواړه هيوادونه ‏د توانايۍ، موسمي بدلون، کرکيلې، صحت او تعليم په برخو کې په مهمو اقداماتو په ګډه کار کوي.‏

صدر بايډن ويلي وو، د عامې روغتیا د تحفظ، اقتصادي پرمختیا او ټولو لپاره تعلیم یو ګډ وېژن یا نظر دی او دې ته به د پاکستان سره په ګډه وده ‏ورکوو.‏

د امریکې صدر ویلي وو چې امریکا به پاکستان سره د ګرین الاینس فریم ورک له لارې چاپیریال کې د غوره والي لپاره خپلې هڅې لا پسې پیاوړې کوي او ‏دا ایتلاف به نور هم غښتلی کويي.‏

صدر بایډن ویلي چې د دایمي زرعي ترقۍ، د اوبو د تابیا او د کال 2022ء د سیلابونو د تباهۍ د اثراتو نه د پاکستان ژغورلو کې به امریکا خپلې همکارۍ ‏ته دوام ورکوي.‏

او شهباز شريف هم ويلي، د دواړو هيوادونو ترمنځ د توانايۍ په برخه کې او د ګرين الاينس په اقدام کې مرستې خوشبينه دي.‏

د صدر بايډن په خط کې ويل شوي وو، امریکا پاکستان سره په ګډه د بشري حقونو د تحفظ او پرمختیا د ودې لپاره کلک هوډ لري او د دواړو ولسونو ‏ترمنځ پیاوړې شراکت دارۍ یا انډیوالۍ ته به نوره وده هم ورکوي.‏

د صدر بایډن او وزيراعظم شهباز شریف د خطونو تبادله په داسې وخت کې شوې چې د فرورۍ په میاشت کې د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو د پاکستان ‏د اتمې فرورۍ په عمومي انتخاباتو کې د لاسوهنې او درغلۍ په تورونو اندېښنه څرګنده کړې وه.‏

پاکستان کې د اتمې فرورۍ د انتخاباتو په نتيجه کې شهباز شریف د پاکستان وزیراعظم منتخب شوی وو.‏
د پاکستان نګران حکومت او الېکشن کمېشن په عامو انتخاباتو کې د درغليو تورونه رد کړي وو.‏

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG