لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شریف: د چینایي انجنېرانو د وژنې په پېښه کې پرمختګونه شوي، بیا به داسې پېښې ونه شي


د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف دعوه کړې ده چې په بشام کې د چینایي انجنیرانو د وژنې د پېښې په پلټنو کې پرمختګ شوی دی اؤ معاملې مخې ته راوړل کیږي خو هغه دا نه ده واضحه کړې چې تر اوسه په پلټنو کې څه موندنې شوې دي؟

په 26م مارچ د شانګلې په بشام سیمه کې په چینایي انجنېرانو د شوي ځانمرګي برید د پلټنو لپاره د چین یوه ځانګړې د پلټنو ډله هم دا مهال په پاکستان کې ده خو دغه چینایي ډلې هم په پېښه د پینځو ورځو تېرېدو باوجود لا څه نه دي ویلي چې پلټنو کې یې څه پرمختګونه کړي دي اؤ که نه؟

د بشام ځانمرګي برید کې د پینځوو چینایي انجنیرانو اؤ د هغوي د یو پاکستاني ډرایور د وژل کېدو ذمه واري هیڅ یوې ډلې پغاړه نه ده اخستې.

تېره ورځ د وفاقي کابینې غونډې ته د وینا په مهال وزیراعظم شهباز شریف وویل د بشام پېښه کې ککړ عناصر نه غواړي چې د پاکستان اؤ چین دوستي پر مخ لاړه شي.

وزیراعظم وویل، موږ د چین چارواکو اؤ ولس ته باور ورکړی دی چې ددې خونړۍ پېښې بشپړه پلټنې به کولی اؤ پکې ککړو کسانو ته به عبرتناکه سزا ورکولی شي.

هغه وویل پوره، پوره هڅه به کیږي چې بیا داسې ناوړه پېښه رامخې ته نه شي اؤ د ترهګرۍ تر نوغي ویستو به مونږ په ارامه نه کښېنو.

په ځانمرګي بريد کې د چينايي وګړو د وژل کېدو وروسته د مارچ په ۲۷مه د پاکستان د وزيراعظم صدر شهباز شريف په مشرۍ د امنيت دپاره راجوړې شوې یوه مهمه غونډه کې ويل شوي وؤ "د ‏چينايي دوستانو، په ملک کې حساسو ځايونو او ملکي خلکو د ساتنو دپاره به ټول اقدامات کیږي".‏

وزیراعظم شهباز شریف په بشام کې په چیني انجنیرانو له شوي برید وروسته په پاکستان کې د چین سفیر سزه لیدنه کې ویلي وؤ چې ه دښمنانو دا کار سي پیک پروژې ته د ضرر رسولو په خاطر کړی اؤ زیاته کړې یې وه چې هغوي به کله هم پخپلو ناوړه هڅو کې بریالي نه شي.

د چین سفارتخانې په بشام کې د چینایي انجنیرانو د وژل کیدو دغه پېښه د افسوس وړ بللې او د پاکستان حکومت نه یې غوښتنه کړې ده چې د پېښې هر اړخیزه پلټنې ‏وکړي اؤ په دې کې ککړ کسان دې د انصاف محکمې ته راکش کړی شي.‏

په چیني انجنیرانو له شوي برید وروسته پاکستان کې په بیلابیلو پروژو چینایي کمپنیو خپل کارونه ودرولي دي اؤ چین پاکستان نه دخپلو وګړو د تحفظ غوښتنه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG