لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شریف: د پاکستان د سقوط د خواهش لرونکو منصوبه شنډه شوې ده


د پاکستان وزیراعظم ښاغلي شهباز شریف ویلي چې د ستمبر میاشت کې په ملک کې د کلنۍ ګرانۍ کچه 6.9 فیصدي ته راټيټه شوې اؤ د پاکستان د سقوط د خواهش لرونکو منصوبه شنډه شوې ده.

شهباز شریف پخپل بیان کې له 44 میاشتو راپدیخوا د ګرانۍ په کچه کې په تر ټولو ستر کمي شکر ادا کړی دی خو اقتصادپوهان بیا اندېښنې ښیي چې د آي ایم ایف لخوا پاکستان ته د اووه اربه ډالرو د پور ورکولو وروسته به پاکستان کې د ګرانۍ کچه په بره لاړه شي.

پخپل بیان کې وزیراعظم شریف ویلي، د آي ایم ایف د [پور] پروګرام ترلاسه کیدو سره به اقتصاد نور هم باثباته شي.

هغه دعوه کړې چې په کال ۲۰۱۸م کې د پاکستان د ترقۍ سفر په کوم ځای ودرېدلی ؤ اوس دا سفر له هغه ځایه بیا پېل شوی دی.

وزیراعظم ویلي 6.9 فیصدي ته د ګرانۍ د کچې راغورځېدو سره به عام وګړي ته اساني په لاس ورشي اؤ د تېلو نرخونه هم پرله پسې غورځېږي چې له امله یې عامو وګړو ته اساني په لاس ورځي.

هغه هیله ښودلې چې د سود د کچې راغورځېدو سره به ملک کې کاروباري فعالیتونه سیوا شي اؤ زیاته کړې یې ده حکومت ټاکلې وه چې تر کال 2025م به ګراني اووه فیصدي ته راولي خو په کال 2024م کې ددې هدف ترلاسه کیدل د ستاینې وړ دی.

د نړیوالې مالیاتي ادارې آي ایم ایف اجراییه بورډ تېره اوونۍ پاکستان ته د 37 میاشتو لپاره د 7 اربه ډالرو د پور منظوري ورکړې وه چې د پاکستان د اسټيټ بینک تر مخه د دغو پيسو نه د وړومبي قسط په توګه یو ارب، 2 کروړه اؤ 69 لکه ډالر اوړمه ورځ پاکستان ته ورکړل شوي دي.

پاکستان لپاره د 7 اربه ډالرو د پور له منظورۍ ورکولو وروسته نړیوالې مالیاتي ادارې د پاکستان د معیشت په هکله خپل راپور خپور کړی چې پکې ویل شوي روان مالي کال کې د پاکستان د معاشي پرمختیا رفتار 3.2 فیصده ته سیوا کیدای شي.

تېر مالي کال کې د پاکستان د اقتصادي ودې کچه 2.4 فیصدي وه.

د آي ایم ایف رپورټ کې اټکل شوی چې پاکستان کې د افراط زر کچه 9.5 فیصدي ته راکوزیدای شي چې تېر مالي کال کې 23.4 فیصدي وه.

همدا شان ویل شوي چې محصولات سیوا کیدای شي اؤ د معیشت وده 15.4 فیصدي ته رسیدای شي چې تېرکال 12.6 فیصدي وه.

د آي ایم ایف په رپورټ کې اټکل شوی چې پاکستان کې د ګرانۍ اوسط کچه د 23.4 فیصدي نه راکوزه شوې اؤ د 9.5 فیصدي پاتې کېدو امکان دی.

رپورټ کې ویل شوي چې د بې روزګارۍ کچه د 8 فیصدي نه 7.5 فیصدي ته راکوزیدای شي.

اقتصاد پوهان وايي د اي ایم ایف له خوا ددې قرضې لپاره اېښودل شوي شرطونه ډير ګران دي او د دې عملي کولو سره به په پاکستان کې ګراني سېوا شي.

اقتصاد پوهان وايي په پاکستان د پورونو د پيسو سره د سود بيرته ورکولو موده رانزدې ده، پاکستان دا وخت د زیاتو پورونو د بوج لاندې دی خو بيا هم د پور د پاسه نور پورونه اخلي ځکه چې بله لار هم نه ويني.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG